میچل چانسن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د اسټرلیا تېز چپ لاسي توپ اچوونکي میچل جانسن د هر ډول نړیوال کرکټ د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

د دغه اسټرلیایي لوبغاړي د ریټایرمنټ خبرونه پرون خپاره شوه.

اسټرلیایي تېز بالر میچل جانسن د کرکټ د هر ډول فارمټ د پرېښودو اعلان کړي او ویلي دي چې خپلې نړیوالې کارکردګۍ ته د پای ټکی ږدي.

استرالیا کې یوه اخبار په یوه څنډه کې د میچل چانس له خولې لیکلي چې نور یې وخت دی چې هر ډول نړیوال کرکټ څخه استعفاء ورکړي.

نوموړي ویلي چې نور یې کیرئیر مکمل شوی او د خپلې کار کردګۍ وروستي بالینګ يې کړی او وروستۍ ویکټ یې هم اخیستې ده او نن مې پرېکړه کړې چې هر ډول نړیوال کرکټ پرېږدم.

میچل جانسن ویلي چې غوښتل یې راتلوونکي کال په جریان کې د کرکټ نړیوال شل اوریز لیګونه کې برخه واخلي، خو په خبره یې خپل جسماني حالت (فټنس) ورته اوس د دغې خبرې اجازه نه ورکوي.

د یادولو ده چې میچل جانسن د ۲۰۱۵ ميلادي کال د نومبر میاشت کې د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه خو له هغې وروسته یې په شل اوریزو لیګونو لوبیدو ته ادامه ورکړه.

میچل چانسن تېر کال په هندوستان پریمیئر لیګ کې د کلکتې نایټ رائیډرز لوبډلې سره ولوبېده. خو نوموړي اوس د کرکټ له هر ډول میدان سره مخه ښه وکړه.

میچل جانسن د ۱۹۸۱ کال د نومبر په دویمه زیږیدلی دی، پوره نوم یې میچل ګای جانسن دی، نوموړي د اسټرالیا لپاره هر ډول نړیوال کرکټ لوبولی.

سرچینه: یاران

x

Check Also

اسیا جام: افغانستان د راشد په مرسته بنګلدیش ته غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام په وروستي ...