لوبې

پاکستانی اوپنر احمد شهزاد د کوچینګ له یوه کورس ویستل شوی!

د پاکستان کرکټ بورډ د دغه هېواد د کرکټ ملې لوبډلې اوپنر لوبغاړی احمد شهزاد د روزنې (کوچینګ) په یوه کورس کې د ګډون څخه منعه کړی.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، په دغه کورس کې تر دې وړاندې ورځ د احمد شهزاد تر څنګ ځينې نور پاکستاني لوبغاړو هم ګډون کړی و، خو احمد شهزاد له دې ډلې ویستل شوی او په دغه کورس کې ورته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

احمد شهزاد د پاکستان د کرکټ لوبډلې اوپنر( پيلیز) لوبغاړی او د دغه هېواد د ملي لوبډلې تر څنګ یې په یو شمېر نورو لوبډلو کې هم لوبه کړې ده.

پاکستانۍ رسنۍ وایې، احمد شهزاد ته ځکه په دغه کورس کې د ګډون اجازه نه ده ورکول شوې چې نوموړی په ډوپنینګ ( غیرې قانوني) درملو په خوړولو تورن دی.

د رپوټونه له مخې نوموړي لوبغاړي غوښتل چې د پاکستان کرکټ بورډ لخوا په جوړ شوي لیون ون روزنې (کوچینګ) کورس کې برخه واخلي.

تېره ورځ پاکستاني بورډ لخوا په دغه جوړ شوي کورس کې د ګډونوالو یو شریک تصویر خپور شوی و چې په کې احمد شهزاد سربېره مصباح الحق او محمد حفیظ هم لیدل کېدل.

خو اوس رپوټونه وایي چې شهزاد د دغه کورس څخه ویستل شوی او نه دی پرېښودل شوی تر څو دغه کورس بشپړ کړي، ځکه پر نوموړې د غیرقانوني درملو د خوړلو(ډوپینګ) تورونه شته.

پر نوموړې لوبغاړي د غیرقانوني درملو د خوړولو تور دي او ۲۷ د جولاي ورڅخه غوښتل شوې وه چې په تړاوو یې ځواب ووایي، خو تر اوسه په دې تړاوو نور پرمختګ نه دی شوی.

که نوموړی د دغه درملو خوړلو (ډوپینګ) په قضیه کې ملامت شو نو دغه پیلیز لوبغاړی به د دوه کالو بندیز سره مخ شي.

د یادولو ده چې د احمد شهزاد د غیرقانوني درملو د خوړلو ټسټ په یوه ځایې لوبې په جریان کې وشو چې یې نتیجه مثبته وه.

تر اوسه د احمد شهزاد د ډوپینګ قضیه همداسې پاتې ده.

سرچینه: یاران