خبرپاڼې خبرونه

جمهور رئیس غني د پولیسود ۳۰۰ بستریز روغتون د ټپیانو پوښتنه وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون  د ټپیانو پوښتنه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس د یادو ټپیانو د پوښتنې پرمهال هغوی ته د اختر مبارکي وویله او د خدای تعالی په دربار کې یې د ښې روغتیا هیله ورته وکړه.

جمهور رئیس غني د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د مراقبت او درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.

د یاد روغتون مسوولینو او معالجو ډاکټرانو جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ټپیانو د درملنې په موخه به له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.

وروسته د هېواد جمهور رئیس د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون بېلابېلې برخې وکتلې او د یاد روغتون د احیا چارې یې چې متاسفانه په درې کالو کې لا هم نه دي بشپړې شوي، د منلو وړ ونه ګڼلې.

جمهور رئیس وویل، د روغتنون حیاتي برخې ناسمې جوړې شوي چې د بستري ناروغانو ژوند او روغتیا ته په کې د خطر احتمال شته او د کورنیو چارو وزارت او د یاد روغتون مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو نواقصو د لیرې کولو لپاره ژر تر ژره مهالوېش تر تیب او عملي اقدامات وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ