د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني د ۳۴ولایتونوملکي او نظامي مسوولینو ته په خطاب کې: زموږ په عزم کې خلل نه راځي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره خبرې وکړې.

یاد ویډیو کنفرانس چې نن ماښام توحید ملي مرکز کې ترسره شو، جمهور رئیس په پیل کې ټولو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه، موږ په یوه ځانګړې تاریخي مقطع کې قرار لرو او پر کابل نننی شوم برید د خلکو د اندېښنې لامل شو، اما زموږ په عزم کې خلل نه راځي. هغه زیاته کړه، خلک یو حساب ورکوونکی حکومت غواړي او د ملي یووالي حکومت حساب ورکوونکی دی.

جمهور رئیس غني په مخکېني اوربند کې د والیانو او محلي مسوولینو د مدیریت او تدبیر مننه وکړه او د ولایتونو د همغږۍ په ناستو یې په ټینګار وویل: د علماو فتوا د طالبانو د جنګ مشروعیت له منځه وړی، زموږ پیغام د سولې پیغام دی او هیڅ پېښه باید موږ له خپلې اصلي موخې څخه لیرې نه کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې ویډیو کنفرانس کې د ۳۴ ولایتونو والیانو، د قول اردوګانو، د پولیسو د زونونو، امنیه  او د ملي اردو د لواګانو قوماندانانو، د ملي امنیت، ولایتي شوراګانو، د علماوو شورا، د سولې شورا، د  محکمو  او د استیناف څارنوالۍ، دولتي پوهنتونونو او پوهنې رئیسانو حضور درلود.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

کابل کې شیعه هزاره ګان د داعش بریدونو اندېښمند کړي دي

(ټرایبل نیوز): د افغانستان شیعه هزاره‌ګان په کابل او د افغانستان په ...