خبرونه

تیره میاشت ۵۰۶ تنه دولتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي

وسله وال طالبان واېي، د تیر ستمبر میاشتې په اوږدو کې له ۵۰۰ څخه زیات امنیتي سرتیري د قومي مشرانو په منځګړیتوب تسلیم شوي او د امن کارتونه ورته توزیع شوي دي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو لخوا رسنیو ته استول شوې ویل شوي، چې تسلیم شویو کسانو د ملي اردو، پولیسو، او سیمه ییزو پولیسو سرتیري شامل دي او ژمنه یې کړې، چې نور به د طالبانو پرضد جګړه کې برخه نه اخلي:

«د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چې نوربه د خپل د دین او وطن د خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږ له ویاړلې خاوري څخه دکفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښې یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چې ټول افغانان پرې راټول شي.»

طالبانو دغه راز ویلي، چې تسلیم شویو امنیتي سرتیرو ته یې د ملکي ژوند پرمخ بیولو لپاره د امن کارتونه هم ویشلي دي.

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون ښودلی نه دی.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */