خبرونه

کونړ: پر ملکی کورونو د بهرنیو الوتکو له بمبار وروسته انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ پنجشنبه ماځیګر د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې پر دوه ملکي کورونو بمبار وشو چې له امله یې د ځايي اوسیدونکو په وینا شاوخوا ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځايي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې په پيښه کې وژل شوي کسان اکثره هغه نارینه وه کوم چې له یوه کلي څخه بل کلي ته د واده په خوښيو کې د ګډون لپاره روان وه او پر لاره یې په یوه کور کې دمه کول چې بېپلوټه الوتکې په نښه کړل.

سرچینې ویلي چې د بمبار وروسته تر ډېره پر کورونو اورونه بل وه چې له امله یې د اکثرو مړو جسدونه هم سوځېدلي وه.

د کونړ ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم رسنیو ته وویل چې وژل شوي کسان ټول داعشیان وه خو د سیمې خلکو دغه خبره په کلکه رد کړې ده.

تر اوسه ناټو او نه هم امریکایانو په دې اړه څه ویلي دي.

انځورونه:


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */