خبرونه

ولایتي شورا: د طالبانو مشر «هبة الله اخوندزاده» فراه ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): د فراه ولایت ولایتي شورا مشره وايي چې د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده په هلمند ولایت کې د خپل ملاتړو سره تر لیدنې وروسته فراه ولایت ته رسیدلی دی تر څو دلته هم طالبان منظم او د دولت پر خلاف جګړې ته وهڅوي.

د ولایتي شورا مشرې جمیلې امینې رسنیو ته ویلي چې هبة الله اخوندزاده تېره ورځ پنجشنبه د فراه ولایت په پشت کوه او نورو ولسوالیو کې د طالبانو سره کتلي دي.

او زیاته کړې، په فراه ولایت کې د طالبانو د نوي تشکیلاتو د بیا تنظیم چاري هم د هبة الله اخوندزاده د سفر سره تړلي دي.

ددې تر مخه د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق ادعا کړې وه چې د طالبانو مشر موسی قلعه ته تللی او هلته یې د خپلو جنګیالیو سره لیدلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو ویاند یې ددې تر مخه ویلي وه چې مشران یې په افغانستان کې دننه په خپلو چارو بوخت دي.

د هلمند او فراه ولایت دولتي چارواکو دواړو دا خبرونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې دوی ته تر اوسه داسي څه ثبوت په لاس نه دی ورغلی چی د طالبانو مشر دي هلمند او یا هم په فراه کې لیدل شوی وي.

ویل کیږي چې په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته ددغه ډلې اکثره مشران افغانستان ته په کډه تللي دي او په هغو سیمو کې ژوند کوي چیري چې طالبان واکمن دي.

د یادونې وړ ده چې د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې د شیخ هبة الله اخوندزاده زوی هم په یوه تعرضي برید کې ووژل شو.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */