خبرونه

طالبانو د میرزاولنګ ستراتيژيکه سیمه بیرته ونیوله

د سرپل امنیتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي واېي، چې وسله والو طالبانو د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ ستراتيژیکه سیمه بیرته نیولې ده.

د ولایتي شورا رئیس محمدنور رحماني رسنیو ته ویلي، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د یوه تعرضي برید پایله کې د میرزاولنګ سیمه له افغان ځواکونو بیرته ونیوله.

نوموړی زیاتوي، طالبانو په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو اووه پوستې نیولي او یو شمېر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته ویلي، چې د صیاد ولسوالۍاړوند دوغ خور تپه او د میرزاولنګ د شیرم ستراتيژیکې پوستې نیولي او دا مهال یې په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي.

په همدې مهال د سرپل امنیه قوماندان جنرال خلیل دستیار واېي، چې د میرزاولنګ د سقوط خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې افغان ځواکونو له یادې سیمې څخه تکتیکي په شاشوي دي.

د میرزاولنګ ستراتيژیکه سیمه دوه میاشتې وسله والو طالبانو نیولې وه، چې وروسته افغان ځواکونو له سختو جګړو وروسته بیرته ونیوله؛ خو د طالبانو د پرله پسې بریدونو له امله تیره شپه یاده سیمه بیرته د طالبانو په لاس سقوط شوه.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: