خبرونه

افغانستان د آسیا په سطحه تر ټولو ډیر له لوږې سره مخ هیواد بلل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶) د IFPRI په نوم نړیواله مؤسسه چې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې د انسانانو د تغذیې وضعیت څاري د سږ کال په خپاره شوي راپور کې یې افغانستان د آسیا په سطحه د تغذیې له اړخه تر ټولو بدوضعیت لرونکی هیواد بللی.

د تغذیې په اړه د تحقیقاتو نړیوالې مؤسسې یا IFPRI چې د نړۍ په پنځوسو هیوادونو کې دفترونه لري په تازه نشر کړي راپور کې یې د نړۍ د ټولو هیوادونو د اوسیدونکو د تغذیې د څرنګوالي جاج اخیستی. په راپور کې د اروپایي او امریکایي هیوادونو د اوسیدونکو وضعیت تر نورو ښه بلل شوی. ورپسې یو شمیر اسیایي هیوادونه راغلي. چین چې د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد دی بیا یي هم د اوسیدونکو د تغذیې وضعیت ښه بلل شوی او په نړیواله کچه په ۲۹ نمبر راغلی.

په راپور کې هند په ۹۷ یم نمبر راغلی پاکستان په ۱۰۶ او افغانستان په ۱۰۷ نمبر، چې دغه دری هیوادونه د آسیا په سطحه تر ټولو د ناوړه غذایي حالت درلودونکي بلل شوي. د یادې مؤسسې لخوا ویل شوي چې دوی د نړۍ په هیوادونو کې خوارځواکي، د کوچنیانو مړینه، کمزوري او د قد ټیټوالی یا کم وزني د خپلې سروې لپاره ټاکونکي شاخصونه تعین کړي وو او په همدې آساس یې یاده پایله تر لاسه کړې ده.

افغانستان په داسې حال کې د اسیا په سطحه تر ټولو ډیر له لوږې سره مخ هیواد بلل شوی چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل ټاکنیز کمپاین په مهال اولس ته په دسترخوان کې د تغیر یا د تغذیې د حالت د ښه کیدو وعده ورکړې وه.

خو په وروستیو کلونو کې شوې سروې ګانې ښیي چې د نوي حکومت په راتګ سره د خلکو اقتصادي وضعیت ترپخوا نور هم خراب شوی دی او ډیر خلک د ژوند لومړنیو توکو له کمبود سره مخامخ دي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: