خبرونه

حامد کرزی: ګډ حکومت دي د بهرنیانو بشري ضد جنایت وغندي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې د بهرنیو الوتکو پر بمبار کلک غبرګون ښودلی او د ملکي وګړو پر وژنه یې ژوره خواشیني ښکاره کړې ده.

حامد کرزي د بهرنیانو له لوري پر افغان ملکي وګړو بمبارۍ د بشر ضد جنایت وباله او وې ویل چې دغه کار د نړیوالو اصولو او موازینو خلاف کار دی.

د نوموړي پر فیسبوک پاڼه په نشر شوي خبرپاڼه کې ویل شوي: «حامد کرزی د بهرنیو پوځیانو هغه بمبارۍ چې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ترسره کړي او له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شوي دي، بشري ضد جنایت او د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي».

باید وویل شي چې د ګډحکومت له تشکیل وروسته کله هم اشرف غني او عبدالله د بهرنیانو له لوري پر افغان ملکي وګړو او امنیتي ځواکونه بمباري په ښکاره ډول نه ده غندلې، چې د حامد کرزي په وینا باید دا لړۍ پای ته ورسیږي.

نوموړي د حکومت څخه غوښتي چې د بهرنیو ځواکونو د غیر مسؤولانه کړنو په وړاندي کلک غبرګون وښيي او مخه یې ونیسي.

باید وویل شي، دا لومړی ځل نه دی چې حامد کرزي د حکومتي چارواکو څخه کلک غبرګون غواړي، نوموړي څو ځله مخکې هم د حکومت څخه غوښتي چې د امریکایانو د بېځایه بمباریو او شپنیو چاپو پر ضد دې غږ اوچت کړي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */