خبرونه

کرزی: ګډ حکومت دې د بهرنیو ځواکونو په مرسته افغان وژنه بس کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ ولایت کې د بهرنیو ځواکونو لخوا وروستی هواېي برید په سختو ټکو غندلی او د ګډ حکومت له مشرانو یې غوښتنه کړې، چې د بهرنیو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو مخه دې ونیسي.

حامد کرزي نن د جمعې په ورځ په همدې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو هواېي بریدونه په افغانستان کې غیر مسئولانه دي او حکومت ته په کار ده، چې د بهرنیو ځواکونو په مرسته د افغان وژنې لړۍ پای ته ورسوي.

نوموړي د کونړ ولایت د تیرې شپې هواېي برید انساني او بشري ضد عمل بللی او خبرداری ورکړی، که چیرې د بهرنیو ځواکونو خپلسرانه عملیات همداسې دوام وکړي ستر بشري ناورین به رامنځ ته شي.

باید وویل شي پرون د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د بهرنیو ځواکونو هواېي برید کې ۱۴ تنه ولسي خلک ووژل شول، چې له امله یې د خلکو سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */