خبرونه

سرپل: طالبانو د میرزاولنګ ستراتیژیکه سیمه بیا نیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): طالبانو په سرپل ولایت کې د میرزاولنګ ستراتیژيکه سیمه بیا د یوې سختې جګړې په ترڅ کې نیولې ده.

د سرپل ولایت چارواکي وايي چې تېره شپه طالبانو او دولتي ځواکونو په یاده سیمه کې سخته جګړه وکړه چې بالاخیره دولتي ځواکونه پر شا شول او سیمه یې طالبانو ته پرېښودل.

د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني هم ددې خبرونو تایید کړی دی او ویلي يې دي چې لږ تر لږه ۳ پوستې د طالبانو تر ولکې لاندي راغلي دي.

نوموړی ګواښ وکړ چې طالبان که همداسي پر مخ روان وه، لیري نه ده چې د صیاد ولسوالي هم ونیسي.

د سرپل امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د دوی ځواکونو له پوستو څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

طالبانو ویلي چې ددوی جنګیالیو هم څه موده تر مخه دغه سیمه د یوه تکتیک له مخې پري ایښې وه، خو اوس یې بیا ونیول او په وینا یې اوس هم جګړه روانه ده.

طالبانو په خپل خبر کې کوم لوري ته د تلفاتو یادونه نه ده کړې.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */