خبرونه

طالبانو د تخار نمک آب ولسوالۍ د ډبرو کان نیولی

وسله والو طالبانو د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ یو شمېر کلي او د ډبرو سکرو کان نیولي او مالیه ترې راټولوي.

د تخار د امنیه قومندانۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې تخار لپاره د طالبانو نومول شوي مرستیال والي قاري عبدالرحیم په مشرۍ د طالبانو ۷۰ ګسیزې ډلې له یوې مودې راهیسې په نمک آب ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړی دی.

د سرچینې په خبره طالبان د یادې ولسوالۍ په کلیوالو سیمو کې خپل جنګیالي منظموي او غواړي چې په تخار کې نورې ولسوالۍ هم تر خپل کنترول لاندې راولي.

په همدې مهال د نمک آب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم ویلي، چې طالبان غواړي، د نمک آب ولسوالۍ په سقوط سره د تخار مرکز تالقانو ته خپل فعالیتونه وغځوي.

 


سرچینه: محصلین ویب پاڼه

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: