خبرونه

خلاص شوي بندیان کاناډا ته ورسیدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): د کاناډا حکومت اعلان وکړ چې په پاکستان کې د وسلوالو له منګولو څخه را خوشي شوی بندي «جوشو بویل»، د هغه ښځه او ۳ ماشومان ټورنټو ښار ته ورسیدل.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: «نن مونږ د (بویل) کورنی سره یو ځای کړله».

او زیاته یې کړه چې ددوی په خلاصون کې د کاناډا حکومت په فعاله توګه په هره سطحه ونډه اخیستې او په راتلونکي کې به هم ددوی له کورنۍ سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

جوشو بویل د تیري پنجشنبې په ورځ د امریکا په پوځي الوتکه کې د تګ څخه ممانعت وکړ ځکه چې په فکر یې امریکا کیدای شي دی محکمه کړي چې ولي یې د ګوانتنامو د یوه بندي (عمر خضر) د خور سره واده کړی او ددغې کورنۍ ویاندي يې کړې.

نوموړي تر یوه کال وروسته د عمر خضر خور ته طلاق ورکړی وو او بیا یې د امریکايي ښځي «کیټلان کولمان» سره واده کړی و.

دواړه مېړه او ښځه په کال ۲۰۱۲ کې د جاسوسۍ په تور په وردګ ولایت کې د طالبانو له لوري نیول شوي وه. او بیا یې په بند کې ۳ ماشومان پيدا شول.

تېره پنجشنبه د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د امریکايي استخباراتو په معلوماتي مرسته یې د عملیاتو وروسته پنځه سره بندیان را خوشي کړل او ډېر ژر به یی خپل هیواد ته وسپاري.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this:
/* ]]> */