خبرونه

د کالیفورنیا په اور کې د قربانیانو شمېر ۳۳ ته پورته شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۶): د د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د څو ورځو څخه لګېدلی اور تر اوسه هم مړ شوی نه دی او ورځ په ورځ یې د نورو تلفاتو تر څنګ د مړو شمېر هم زیاتیږي.

دغه اور چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خطرناک بلل کیږي، د هوا په زیاتېدو سره یې د نور زیاتېدو امکان ښودل شوی.

د مارک جیلاردوتچی په نامه د کالیفورنیا ایالت د بیړنۍ مرستې مدیر وویل: مونږ تر اوسه د بیړني حالت څخه نه یو وتلي، بلکې مونږ تر اوسه له بیړني حالت څخه وتلو ته ور نیژدې شوي هم نه یو، خو بیا هم یو څه پرمختګ شوی.

د اور څخه د ساتنې ادارې مسؤول «کین بیملوت» تېره ورځ وویل چې تر ۹ زره زیات کسان یې د اور پر وژلو ګمارلي دي.

د نوموړي په وینا دغه اورونه اوس ۱۷ ځایه په شدت سره بل دي، چې اکثره یې اوس د ولایت په شمالي برخه کې دي.

د یادونې وړ ده چې د کالیفورنیا په ایالت کې اورونه له یوې اونۍ راهیسي بل دي او تر اوسه یې په زرګونو خلک له کورونو بې کوره کړي دي او ۹۰ زره هکټره ځمکه یې تخریب کړې ده.

تېره پنجشنبه د مړو شمېر ۳۱ تنه ښودل شوی و.

د کالیفورنیا ایالت د یوې ولسوالۍ ښاروال «جوردانو» رسنیو ته ویلي چې دوی د اور لګېدو وروسته د ۱۱۰۰ کسانو د لا درکۍ شکایتونه تر لاسه کړي دي چې په هغو کې يې ۷۴۰ تنه ژوندي موندلي او د شاوخوا ۴۰۰ کسانو پلټنه روانه ده.

دغه چارواکي ویلي چې دوی د تدریب شویو سپيانو په واسطه په اورونو کې دننه په ژوندیو او مړو انسانانو په سي ګرځي.

دا په کالیفورنیا ایالت کې د اور لګېدنه نوې پېښه نه ده بلکې هر کال د ګرمي په موسم کې ددغه ایالت په ځنګلونو کې اور لګیږي خو د سږ کال اورونه د ځاني تلفاتو له مخې تر ټولو بد بلل کیږي.


سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: