دمرحوم حقاني صاحب (رحمه الله) په یاد کې/ مولوي عبدالله مختار حسیني

لمریـز خویونه ستا دلـمر خاته وو لـر اوبـرکــــــې
نن تلل دې ترجانان، لمر پریواته غوندې ښکاریږي

امــام دارادو ته مې ســــــلام ملایکان کــــــــړي
عصمت دفکــر، کارکې پرښتـه غوندې ښکـاریږي

دوخت امپراطورۍ ته دې وطن بیا مقبـــــره کړ
دتېــرې هم هډونه نن وراسـته غوندې ښکاریږي

لوړ عـزم داتـل ته زه هم تل په زړه کې مات یـم
دعزم په افق دلمر خاته غونـــدې ښکـاریـــــــــږي

قــبله مې یې دمینې! درڼا دکاروان مـــــــــــــیره!
دالمـر له ستورو مخکې لکـه ته غوندې ښــکاریږي

نه، وبښـه دلبره! ، لـــمر په ښه او بد رڼــا کــــــړي
خطـاشومه، چې لــــمر هم لکه ته غوندې ښکاريږي

اشـنا! ستا دپسـتو خویو پستــه غوندې انشـــا ده
نن ځـکه دمختــــار توري پاسته غوندې ښکاریږي

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

د استاد ښکلي« ۲۵ کاله» نظم | نورالله زهير

۲۵ کاله د استاد اجمل ښکلي د نظم سرليک دی څو ورځي ...