نړۍ نظر او تحلیل

امریکا: ایران د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګرو ملاتړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو پېښو په شمېر کې کموالی راغلی دی، خو ددوی اسناد ښيي، چې ایران لا هم په ښکاره توګه له وسله والو ډلو ملاتړ کوی او له دوی د وسیلې په توګه استفاده کوي. امریکا وایي د ایران په ملاتړ ځینو ترهګرو ان په اروپا کې هم بریدونه کړي دي او دا مسئله دا ثابتوي چې دغه هېواد غواړي له ترهګرو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي. د بهرنیو چارو وزارت وایي په عراق او سوریه کې ۹۵ سلنه جګړې د ایران په ملاتړ روانې دي او همدا راز په یمن او لبنان کې هم ددغه هېواد وسله وال په جګړه بوخت دي. امریکا همدا راز وايي، چې ایران امریکا او د امریکا متحدینو ته په ټوله نړۍ کې په ستر ګواښ بدل شوی دی او تهران هڅه کوي په ترهګریزو بریدونو د امریکا متحدین له ستونزو سره مخ کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه