افغانستان نظر او تحلیل

د کاسا زر پروژې کلنۍ ناسته همدا اوس په الماتا کې روانه ده

د راپورونو له مخې د کاسا زر پروژې کلنۍ ناسته هر کال جوړېږي چې دا ځل هم ددغه هېواد په پلازمینه الماتا کې جوړه شوې ده. په دغه غونده کې د افغانستان استازیتوب د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست او مرستیال انجنیر محمد ګل خلمي کوي. په دغه غونډه کې د څلورو غړو هېوادونو قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان استازو ګډون کړی دی. کاسا زر د برېښنا د لېږد پروژه ده چې یاد څلور هېوادونه یې برخه وال دي او دا برېښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي. په دغه کنفرانس کې، د امریکا د پراختیايي ادارې د استازو په ګډون د نورو شریکو او اړوندو موسسو او ادارو استازو هم ګډون کړی دی. کنفرانس به تر دوو ورځو پورې دوام ولري او په هغه کې به ددغه سترې پروژې پر پرمختګونو او ستونزو خبرې کېږي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه