طالبانو د فراه-شیب کوه له لارې ۵ سرتېري تښتولي دي

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې طالبانو تېر ماښام پنځه پولیس سرتېري د یاد ولایت د شیب کوه ولسوالۍ پر لاره له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي. د فراه د والي ویاند محب الله محب وویل، چې یاد پنځه سرتېري له شیب کوه ولسوالۍ نه د فراه مرکز ته په خپلو معاشونو پسې را روان و، چې د لارې په اوږدو کې طالبانو له موټره ښکته کړي دي. د والي ویاند وایي چې طالبانو یاد سرتېري خاک سفید ولسوالۍ ته لېږدولي دي. په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني وایي، چې طالبانو د همدې پنځه تنو پولیس سرتېرو له ډلې یو یې وژلی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

x

Check Also

طالبانو هرات کې ۱۱۰ کورنیو ته نغده مرسته ورکړه

(عزم ویب پاڼه): عزم:سیشنبه/۲۳/تله/۱۳۹۷ل- طالبانو هرات کې بیوزلو کورنیو سره د خوراکي ...