افغانستان نظر او تحلیل

ولسمشر غني: دښمن هڅه کوي د کابل پر لویدیځ بریدونو ته مذهبي رنګ ورکړي

ولسمشر غني وایي د اوسنۍ زمانې شمران او یزیدان غواړي افغانستان په یوه کربلا بدل کړي. نوموړي یادې څرګندونې نن د عاشورا د ورځې ماتم کوونکو ته په وینا کې کړې دي. هغه د کابل په لویدیځ کې د شیعه ګانو پر مذهبي ځایونو بریدونه په ټول افغانستان بریدونه وبلل او ویې ویل، چې د شیعه او سني وینه یو رنګ لري. غني وویل د افغانستان دښمنان غواړي د کابل پر لویدیځ بریدونو ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي. نوموړي دا ډول بریدونه یو ستر خطر وبلل او له خلکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې امنیتي ارګانو سره همکاري وکړي. ولسمشر د کابل د لودیځې سیمې اوسیدونکو نه وغوښتل، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره یو استازی وټاکي، تر څو دی یې د دې سیمې د ستونزو په هوارولو کې د خپل ستر سلاکار په توګه وګماري. ولسمشر غني د کابل د لودیځ د امنیت په اړه هم وغږیده او ويې ویل، چې د پولیسو په قومندانۍ کې یې د ښار د لودیځ لپاره د قومندانۍ په چوکاټ کې یو معاونیت هم رامنځته کړی دی، چې له دې سره به د کابل د لویدیځ امنیت کې مثبت تغیرات راشي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه