نړۍ نظر او تحلیل

امریکا پر چین بندیزونه لګولي دي

امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل کېدونکو توغندیو د اخیستلو له امله د چین پر پوځ بندیزونه ولګول. واشنګټن وايي، د بېجینګ دا ګام اخیستل د امریکا د هغو بندیزونو سره ټکر دی چې اوکراین کې د چلند او د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د لاسوهنې له امله یې پر روسیه لګولي دي. چین په وروستیو کې لس روسۍ سوخو (Su-35) جنګي الوتکې او (S-400) توغندي وپېرل. بېجینګ د هغو بندیزونو ملګری نه دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې امریکا او د هغې لوېدیځوال ملګري پر روسیه لګوي. دغه هېواد د روانې میاشتې لومړیو کې د روسیې په تر ټولو لویو مانورو کې هم ګډون وکړ. په ۲۰۱۴ کال له روسیې سره د اوکراین د کریمیا یو ځای کېدلو پسې د مسکو او واشنګټن اړیکي هم ډېرې ترینګلې شوې دي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه