نظر او تحلیل

پاکستان سره سوله

ليکوال او شناند: اميدخُرم

پاکستان نه د سولې غوښتنې هيواد د اويايمې لسيزې خواته بيايي د ولسمشر اشرف غني تاکيد دا چې پاکستان دې سولې ته ورسره کښېني په حقيقت کې د تلپاتې سولې نه ځان غړول دي.

چې ولسمشر په دې سره د عوام فريبۍ دريځ خپل کړی سوله بايد د جګړې له جهت سره وشي نه د پاکستان سره ځکه دا په حقيقت کې پاکستان ته د امتياز ورکول دي پاکستان بايد يواځې تر فشار لاندې راوستل شي نړيوالو ته د يو مضرې هستې په توګه معرفي شي نه دا چې نړيوالو ته د افغان سولې د کيلي په توګه.

په ګران هيواد افغانستان کې د جګړې عوامل معلوم دي د سولې ضد کړۍ معلومې دي او همدارنګه د جګړې سبب هم ټولو افغانانو او نړيوالو ته ښه معلوم دي که چيرې په افغانستان کې د جګړې ښکيلې خواوې مطالعه کړو دا راته جوته کيږئ چې په افغانستان کې جګړه بهرنيانو شروع کړې او يواځې د بهرنيانو په وتلو سره به پای ومومي خو دولت کې سولې ضد کړۍ هم بايد دې ته اړ ايستل شي چې قانون ومني او د جګړې له دوام نه لاس په سر شئ.

په افغانستان کې د امريکايانو په شتون سره د سولې خبرې هيڅ نتيجه نلرئ او دا له امکان نه بهر خبره ده چې امريکايان دې په افغانستان کې موجود وي او د سيمې هيوادونه او همدارنګه د دولت مخالف لوری دې د سولې لپاره په عملي بڼه ميدان ته را ودانګئ.

او يا دې رښتينې سوله ته لاره هواره شي که موږ د ولسمشر خبرو ته وګورو تر ډيره يې خبرې تر شک لاندې دي ځکه له يوې خوا د امريکايانو له نوې ستراتيژی نه خوښي څرګندوي له بلې خوا د سولې نغاره ډبوئ.

که موږ د امريکا ولسمشر ټرمپ ستراتيژي ته ځير شوو ټول ټينګار يې په جګړه د طالبانو په ځپلو او وژلو ده سولې او پخلاينې ته هيڅ ځای نه ده ورکړل شوی ، امريکايان هڅه کوي چې په افغانستان کې پاتې شي او طالبان قانع کړي چې د دوی په محدود ډول ومني.

خو طالبان نه شي کولای چې د ولس په قربانيو سترګې پټې کړي او هم د دوی په منځ کې ډير کسان د امريکايانو د يو تن عسکر حضور ته هم په افغانستان کې زړه نه ښه کوي.
ځکه دوی ته د اسلام امر تر ټولو مهم ده او د هغه د تطبيق هڅې کوي چې همدا يې د دوی د واحد صف يو قوي راز ده.

بلخوا امريکايان ويره لري چې که چيرې افغانستان نه په بشپړ ډول ووځي , چين او روسيه به د افغانستان معادنو ته لار پيدا کړي چې د دوی لپاره به د ناکامۍ په معنا وي .

افغانانو ته په کار ده چې د سولې هڅې ګړندۍ او ولسي کا او با نفوذه علماوو ته وخت ورکړي همدا راز د بهرنيانو با مسؤليته وتلو ته لار هواره کړي او د هغوی وتل په يوه خوله وغواړي , حکومت هم بايد هڅه وکړي چې په هيواد او سيمه کې شته تقابل په تفاهم بدل کړي او د سولې واک ولس ته وسپاري…والسلام عليکم
د تلپاتې او رښتينې سولې په هيله

سرچینه: کابل ټکی کام