فراه: ترافیکي پیښه کې لسګونو تنو ته مرګ وبله اوښتې

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۳۰)

د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، نن سهار وختي د بکواه ولسوالۍ په پوزک سیمه کې د یوه ۴۰۴ موټر او ټیلر ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې ۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د فراه د والي ویاند محب الله محب رسنیو ته ویلي، پیښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده .
نوموړی وایي، په دغه پیښه کې ۱۴ تنه مړه شوي چې درۍ ښځې او دوه ماشومان هم په کې شامل دي.
په پیښه کې نهه ویشت کسان ټپیان دي چې د ګڼو یې روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښوودل شوی.
محب وایي ، ۱۴ تنه ټپیان د کندهار روغتون ته لیږدول شوي او پاتې نور یې هرات ته استولي دي.

x

Check Also

میدان وردګ: ګډوځواکونو ۳۰۰ دکانونه نړولي،۵ تنه ملکیان یې شهیدان کړي

(کابل ټکی کام): (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴) له میدان وردګو ...