چترال کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي!

(ټرایبل نیوز):
د پاکستان ضد تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي د نامالومه ځایه ټرایبل نیوز ته د ټلیفون په کرښه او ویلي چې نن د جمعه په ورځ د دوي جنګیالیو په چترال کې دوه پاکستاني پوځیان وژلي دي.
یوسفزی زیاتوي یاد دوه پوځیان یي د چترال تحصیل ارندو”کچ”نومي سېمه کې د دوي نښه ویشتونکو مسلکیانو ملګرو هغه مهال په نښه کړل چې کله دوي په پوسته کې په پېره ولاړ وو .او دعوه کوي چې د برید سره سم دواړه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده یوسفزي پاکستان حکومت او امنیتي ادارو ته دړکه ورکړي ده چې یاد برید په پاکستان کې د دوي لخوا د راوانو “ابن قاسم عملیاتو” لړۍ ده چې په کراره کراره به د پاکستان لري پرتو سېمو ته غزیږي او تر هغه وخت پوري به خپلو تندریزو بریدونو ته ادامه ورکوي چې تر څو په خپلو اهدافو او مقاصدو ته نه وې رسېدلي.
هېره د نه وې تېره ورځ هم بلوچستان ایالت کې په امنیتي ځواکونو چاودنه شوې وه چې پکې ۵ پاکستاني عسکر مرګوني ټپیان شوي وو چې مسوؤلیت یي یادې وسله والې ډلې په سر اخستي وه

x

Check Also

د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر د سرطان له امله ومړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(سه شنبه، ۲۴مه تلې ۱۳۹۷) د غربي رسنیو ...