نصر الله اسراییل وګواښل

د تیرې پنجشنبې په ورځ، د لبنان د حزب الله ډلې عمومي مشر حسن نصرالله وویل که اسراییلو پر لبنان برید وکړ، له داسې برخلیک سره به مخ شي چې ګمان به یې هم ونکړي.

نصرالله د بیروت جنوب ته په یوه ښارګوټي کې د عاشورا په مناسبت په خپله وینا کې زیاته کړه چې اسراییلو له خپلو ټولو هڅو سره بیا هم ونکړای شول چې خپل پرمختللي توغندي تر حزب الله ورسوي، ځکه یې په سوریه کې ټول توغوندې بې لارې شويدي.

هغه دا هم وویل چې فعالیتونه یې بریالي شول، اوس یې ډله دقیق او غیر دقیق توغندي لري، او داسې تسلیحاتي امکانات په لاس کې لري چې که اسراییلو پر لبنان برید وکړ، له داسې څه سره به مخ شي چې په ګمان کې به یې هم نه راځي.

نصرالله دې ته هم اشاره وکړه چې د اسراییلو د کمزورۍ موارد زیات شوي او په دې هم پوه شوي دي چې حزب الله اوس په ځواکمن پوزېشن کې دی.

 هغه اسرائیل وګواښل چې که څه هم اسراییل د سیمې په جګړه کې د ننوتلو هاند وهي، خو په امن کې نشي پاتې کېدای.

نصرالله خپلو پلویانو ته وویل، تاسې پوهېږئ چې حزب الله اوس ډېر ځواکمن شوی دی، پخوا به اسراییلو بیروت ګواښه، خو هغه ګواښوونکی پوځ یې اوس هیڅ وجود نه لري، خو لبنان برعکس ګرځېدلی دی.

دا په داسې حال کې چې تېره دوشنبه اسراییلو د سوریې لوېدیځ ته په اللاذقیه سیمه کې د حزب الله پر یوه ځای باندې بمبار وکړ او ویې ویل چې دغه ځای کې د حزب الله لپاره دقیقې وسلې جوړېدې، خو نصرالله د اسرائیلو دا څرګندونې درواغ ګڼلي دي.

اسرائیلو منلي چې حزب الله نږدې 120 زره نږدې او منځني او سلګونه لیرې واټن ویشتونکي توغندي لري.

نصرالله د یمن په اړه هم خبرې وکړې او دا یې هم وویل چې باید پر ایران د امریکا د اقتصادی بندیزونو پر ضد له ایران سره مرسته وکړل شي، او دا یې هم وویل چې حزب الله به په سوریه کې تر امر ثاني پورې پاتې شي.

_________

س: الجزیره

ژ: عزیر اسدخېل

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر د سرطان له امله ومړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(سه شنبه، ۲۴مه تلې ۱۳۹۷) د غربي رسنیو ...