نړۍ

هند د پاکستاني چارواکي سره لیدنه لغوه کړې ده

(ټرایبل نیوز):
د هندوستان د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه د ملګروملتونو سازمان د عمومي اجلاس په چوکاټ کې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ترمنځه پلان شوې مخامخ لیدنه لغوه کړه.
هندوستان پداسې حال کې نن ددې لیدنې د لغوه کولو نه خبر ورکړ چې تیره ورځ يي د پاکستان په غوښتنه دا لیدنه منلې وه .
د ویلو ده چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ته د لیک په استولو د پاکستان او هندوستان ترمنځه له سره د سولې د مذاکراتو د پیلولو غوښتنه کړې وه.
هغه په لیک کې د هندوستان د لومړي وزیر نه د ملګروملتونو د عمومي اجلاس په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د مخامخ لیدنې غوښتنه کړې وه. هندوستان د ښه نیت د ښودولو په خاطر دا وړاندیز منلی وو.
خو د هندوستان خبري رسنیو بیا نن یواځې د هندوستان د حکومت لخوا په امریکا کې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدنې د لغوه کولو نه خبر ورکړ.
هندي خبري رسنیو بیا ویلي دي چې هندوستان په مضبوضه کشمیر کې د بي ایس ایف د منسوبینو د وژلو کیدو په غبرګون کې دا پریکړه کړې ده .
هندوستان ددې پیښې پړه پر پاکستان اچولې ده .
د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لیک نه وروسته مونږ داسې ګمان کولو چې پاکستان مثبت پر لورې په ګامونو اوچتولو پیل کړی دی خو له بده مرغه چې ددې تر شا هم دوی بد نیت درلود.
د بله پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشې د هندوستان ددې پریکړې په اړه افسوس څرګند کړی دی.
هغه ویلي دي چې د هندوستان ددې اقدام نه داسې ښکاري چې نوموړی هیواد د روانو ستونزو حل نه غواړي.
هغه وویل چې مونږ خپل نیک نیت څرګند کړ خو له بده مرغه چې هند لوري مثبت ځواب نه رانکړ.
هغه ویلي دي چې داسې ستونزه شتون نلري چې د خبرو له لارې حل نشي. هره ستونزه حل لاره لري. پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتوونکی دی.
هغه ویلي دي که چیرې هند حکومت د سولې په خاطر یو ګام اوچت کړي پاکستان به دوه ګامونه اوچت کړي.