افغانستان

اروپايي ټولنه: افغانستان کې سولې ته هيله مندي ډېره شوې ده

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(جمعه، ۳۰ وږی ۱۳۹۷) د اروپايي ټولنې سفير پيري ماياډونس د سولې د نړيوالې ورځ په مناسبت په یوه پيغام کې ویلي دي چې افغانستان کې سولې ته هیله مندي ډیره شوې.
مایاډونس د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د سولې هیله ښکاره کړې او ویلي یې دي چې افغان سولې ته هيله مندي زياته شوې ده.
نوموړي د کابل پروسې د دویم کانفرانس پر مهال د ولسمشر غني هغو خبرو ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې وو طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو ته تیار دي.
هغه همدا راز د تېر کوچني او بيا لوى اختر پر مهال اوربند هم وستایلو او ویې ویل چې دغو دواړو اخترونو کې اوربند وښودله چې سوله کیدونکې ده او د سولې لپاره هڅې د ستاینې وړ دي.
پیري داسې مهال افغانستان کې سولې ته د راتلو د هیلو په اړه خبرې کوي چې طالبانو او امریکا یو ځل مخکې د قطر هیواد په دوحه کې خبرې کړې وې او اوس یو ځل بیا څو ورځې وړاندې د دوی تر منځ د دوهمې ناستې خبرې رسنیزې شولې.

Tags