د نړۍ لومړی په «هایدروجن چلیدونکی» ریل ګاډی تجربه شو

(ټرایبل نیوز):
د جرمني هېواد د نړۍ تر ټولو لومړی په هایدروجن چلیدونکي ریل ګاډي تجربه وکړه، چې د جرمني له یوه ښاره نه یې بل ته یو شمېر مسافر ورسول.
دغه هایدروجني ریل ګاډی په داسې بېتریو سمبال دی چې د هایدروجن او اکسیجن له ترکیبه برېښنا تولیدوي، دا داسې پروسه ده چې یوازې بړاس او اوبه پکې سوځي او اضافي انرژي په لیتیمي بېترۍ کې زېرمه کوي.
په لومړي وار دغې ریل ګاډي د جرمني په شمال کې د Cuxhaven, Bremerhaven او Bremervoerde Buxtehude ښارونو ترمنځ تګ راتګ پېل کړ، چې نورو پخواني ریل ګاډو ددغو ښارنوو ترمنځ په ډیزل تګ راتګ کاوه.
تر دې دمه نوي ریل ګاډی په یوه ساعت کې ۱۰۰ کیلو میتره مسافه وهلی شي خو وروسته به تر ۱۴۰ کیلو میتره مسافې وهلو ته چمتو شي.
دغه شین رنګي ریل ګاډي د فرانسې الستوم شرکت جوړ کړي، د Coradia iLint نوم ورکړل شوی، تر اوسه دغې شرکت یوازې دوه ریل ګاډي جوړ کړي، خو زیاتوي چې تر کال ۲۰۲۱م پورې به څوارلس نور ریل ګاډي هم ګټې ته چمتو کړي.
ددغې شرکت اجرائیه مشر د یادو ریل ګاډو په اړه وایي چې د نړۍ پرمخ په هایدروجن چلیدونکي ریل ګاډي ګټې ته چمتو شوي دي او تر نیږدې مودې به یو شمېر نور ریل ګاډي هم اماده کړي.
ددوی په وینا چې دا یو ښه اقدام دی او په راتلونکې کې به د ډیزلي وسایلو پر ځای هایدروجني وسایل وکاروي چې د ککړې هوا او چاپیریال په مخنیوي کې غوره ثابتیږي، او په دې سره به د بې شمېره ناروغیو مخه ونېول شي.
دغه ریل ګاډی په داسې کچه ډیزاین شوي تر څو لږه اندازه شور وکړي، له ځان سره هایدروجن او اکسیجن راټولیږي او بریښنا تولیدوي، همدا ډول اضافي انرژي په ټانکۍ کې زخیره کوي، دغه زخیره د ۱۰۰۰ کیلو میتره مسافې لپاره کار کولی شي.
که څه هم دغه ریل ګاډي له ډیزلي ریل ګاډو څخه په جوړیدنه کې زیات لګښت لري، خو د الستوم شرکت وایي چې د ډیزلي په پرتله ددغو ریل ګاډو سونګ ارزانه تمامیږي، چې په ټوله کې د ډیزلي څخه واره دار او مناسب دي.
د یادونې وړ ده چې په بېلا بېلو اروپایي او اسیايي هېوادونو کې د ټکنالوژي ادارې غواړي ددغو هېواد د پاکې هوا او غوره چاپیریا لپاره ډیزلي، پیترولي او ګازي وسایلو استعمال کم او پر ځای یې بریښنایي او هایدروجني وسایل زیات کړي.
همدا ډول له طبي اړخه هم دغه کار ګټور دی، له دې وړاندې یو شمېر څیړنو ثابته کړې چې د چاپیریال ککړتیا د شکر ناروغۍ ګواښ لوړوي، تر څنګ یې ځینو نورو څیړنو ثابته کړې چې هر کال د چاپیریال ککړتیا له کبله ۱.۷ ملیونه ماشومان مري، همدا لامل دی چې پرمختللي هېوادونه د هغو وسایلو چې هوا او چاپیریال ککړوي مخه ونیسي.

x

Check Also

څوارلس ایراني عسکر تښتول شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴) د ایراني رسنيو د راپورونو له ...