سيګار: د امريکا ميليادرونو مرسته شوو پيسو، په ويرجينيا او دوبۍ کې کورونه اخيستل شوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي، له افغانستان سره میلیاردونه مرسته شوي ډالر د فساد ښکار شوي او په ویرجینیا او دوبۍ کې کورونه ورباندې اخیستل شوي دي. دده په خبره دغه پیسې په دوبۍ او نورو هېوادونو کې بانکي حسابونو ته لېږل شوې دي او هلته خلکو د شخصي ګټو لپاره کارولې دي. سوپکو وایي، د ناسم مدیریت او کمې پاملرنې له امله، په واړه افغانستان کې میلیاردونه ډالر د فساد ښکار شول او هېڅ ځای یې و نه نیو. دده په خبره له دومره مرستو سره سره د افغان ځواکونو لیکې لا هم ستونزې لري، د پام وړ بیا رغونه په افغانستان کې نه ده شوې او لا هم د ترهګرو فعالیتونه پخپل اوج کې دي. سوپکو پخپله وروستۍ مرکه کې همدا راز ویلي، چې ترهګرې ډلې لا هم د نشه يي توکو له کاروبار او نورو مرستو تموېلېږي او څوک بریالي نه شول چې مالي سرچینې یې وچې کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

x

Check Also

د قطر پوهنتون د لیسانس سکالرشیپ

د قطر پوهنتون چې په نړیواله درجه بندۍ کې هم راځي، د ...