افغانستان نظر او تحلیل

امریکا: له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ یو

د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د افغانستان پر وروستيو سياسي او امنيتي حالاتو خبرې وکړې. د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتېژيکو اړيکو رييس قادر شاه ويلي، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب چې امريکا ته په يوه رسمي سفر تللى، په واشنګټن کې يې له خپل امريکايي سيال جان بولټن سره وليدل. محب د سولې له بهير څخه د سيمې د هېوادونو ملاتړ مهم و باله او په هغو هېوادونو يې د زيات تمرکز غوښتنه وکړه، چې د خپلو ګټو په موخه د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته نه کوي. د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له بې سارې سرښندنې قدرداني کړې او د سيمې په کچه يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برياليتوب کې د مشترکې اجماع په رامنځته کېدو ټينګار وکړ. بولټن ويلي، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ستراتېژۍ د لا موثريت او اغېزمنتيا په موخه په لوړه کچه سلا مشورې روانې دي. هغه افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او پرمختګ په برخه کې له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه