افغانستان نظر او تحلیل

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ویلي، چې د رایې ورکوونکو د بایومتریک سیستم د دارمالوک په نامه المانی شرکت برابروي او په دې برخه کې خبرې اویا سلنه مخ ته تللې دي. هغه زیاته کړه چې تر راتلونکو درېيو ورځو پورې به په دې اړه ټول مسایل تر بحث لاندې ونیول شي او له هغه وروسته به یاد المانی شرکت ددغه پروسې پر څرنګوالي رڼا واچوي. د ټاکنو کمیسیون هم د بایومتریک د پروسې په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي، خو وايي چې د ټاکنو په ورځ به رایې ورکوونکي بایومتریک کېږي. د ټاکنو کمیسیون ددغه سیستم د بیې او نورو ځانګړنو په اړه هم څه نه دي ویلي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه