امریکا: زلمی خلیلزاد به د افغان سولې بهیر رهبري کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې او مذاکراتو په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. پمپیو د بهرنیو چارو ورازت کارکوونکو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، چې سولې او مذاکراتو پروسې د مخ ته بېولو لپاره خلیلزاد غوره انتخاب دی. دده په خبره امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د سولې له لارې حل کړي، نو د زلمي خلیلزاد ګومارنه ددې خبرې ښه ثبوت دی. هغه زیاته کړې چې خلیلزاد په افغانستان کې زږېدلی، کلونه یې په افغانستان کې کار کړی دی او کولی شي هر څه له نږدې مدېریت کړي. پمپیو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې زلمی خلیلزاد وکړی شي دا چاره په بریالیتوب سره تر سره کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

x

Check Also

طالبانو هرات کې ۱۱۰ کورنیو ته نغده مرسته ورکړه

(عزم ویب پاڼه): عزم:سیشنبه/۲۳/تله/۱۳۹۷ل- طالبانو هرات کې بیوزلو کورنیو سره د خوراکي ...