نظر او تحلیل

امنیتي تړون، که د جرائمو د جواز وثیقه؟

نوري

د امنیتي تړون له برکته په هیواد کې د وحشتونو یو بوږنوونکی طوفان را الوتی، هیوادوال هره ورځ د داسې پيښو شاهدان وي چې په اوریدلو او لیدلو یې د انسان زړه چوي.

له څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو په اور د سوځول شوي جسد تصویر، بیا په موټر پسې تړل او بیا ورسره سیلفي عکسونه اخیستلو وښودله چې امنیتي تړون فقط د همدې جنایاتو د ترسره کولو لپاره و.

دغه کار د دروغجنو بشرپالو څیره ښه بربنډه کړه چې د ګوډاګي حکومت ملیشې په عام محضر کې یو افغان مسلمان انسان، له وژلو وروسته په اور سوځوي، بیا یې په موټر پسې تړي او بیا ورسره سیلفي تصویرونه اخلي.

پر دغه ناوړه عمل باندې د دوی د بادارانو او بشري نهادونو خاموشي د فاجعې یو بل بوږنوونکی اړخ رابرسیره کوي.

همدارنګه وړمه شپه امریکايي اشغالګرو او د هغوی تالۍ څټو د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ په وډيسار سیمه کې قریب 20 تنه عام وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون په ډېر وحشیانه ډول د چاپې پر مهال په شهادت ورسول.

دا ډول پیښې تقریباً اوس په هیواد کې یو معمول ګرځیدلی، چې نه یې په اړه اشغالګر، نه ګوډاګیان او نه هغه ټولنې، چې تش په نوم د بشریت د حقوقو دعویداران دي، خوله چوله کوي.

له دې نه څرګندیږي چې امنیتي تړون اشغالګرو فقط د همدې لپاره په خپلو ګوډاګیانو لاسلیک کړ چې بشري جنایاتو ته د دوی په اصطلاح د قانون له مخې خلاص لاس ولري.

کنه نو د دې تړون ګټه د افغانستان او افغانانو لپاره څه کیدلای شي؟ د ګوډاګي رژیم له څو محدودو کړیو پرته نور اکثریت یې له افغانانو سره پر دې ټکي یوه خوله دي چې امنیتي تړون افغانستان تر دې هم له جدي ستونزو سره مخ کولای شي.

د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د شدیدو بمبارونو، شپنیو چاپو، وحشتونو، د ملکي وګړو بې خاره عام وژنه، د ملکي تأسیساتو ورانول، د مساجدو، مدارسو، کلینکونو، پلونو او ملکي کورونو بمبارول او نورو ډول ډول تعذیبي جنایاتو ترسره کول د اشغالګرو او د هغوی د مزدورو ګوډاګیانو ورځنۍ چاره ګرځیدلي.

د دې ترڅنګ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته په هیواد کې په ټولیزه توګه، بې کاري زیاته شوه، د خلکو اقتصاد خراب شو، د افغانۍ ارزښت کم شو، پانګونه کمه شوه او افغانان له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ شول. د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته سیاسي بې ثباتي زیاته شوه او د امنیتي تړون لپاره او د امنیتي تړون په وجود کې جوړه شوې د کابل اداره تر پایه هم تکمیل نه شوه. د ګور د چینجو غوندې په خپلو منځو کې سره خوري او له یو بل سره لاس او ګریوان وي.

اوس چې یو وار بیا د یاد امنیتي تړون پرضد د زیاترو حکومت پلوو وګړو له لوري هم آواز اوچت شوی، اسلامي امارت بیا ورپه یادوي چې له امریکا سره تش په نامه امنیتي تړون، چې په شرعي، عرفي او عقلي لحاظ مردود او د نړیوالو قوانینو په معیار برابر نه دی، پر دې سربیره د افغان ولس لپاره د ډیرو بدمرغیو، فاجعو او غمیزو سبب هم ګرځیدلی دی.

د همدې تړون په اساس بهرنيو پوځونو زموږ د هیواد ځمکه او فضاء غصب کړې، دلته یې پوځي او استخباراتي ځالې جوړې کړې او هره ورځ د خپلسرو عملیاتو، چاپو او بمبارونو په توسط عام اولس ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.

د تیرو څو کلونو تجربو ثابته کړه چې د امنیتي تړون تر سیوري لاندې د اشغال دوام زموږ د ولس او هیواد لپاره له بربادۍ، غمیزو او فجائعو نه پرته بل ارمغان نه درلود. په کار ده چې نور دا ولس له دې مصیبته وژغورل شي. ولس د اشغال خاتمه غواړي. که څوک خپل ځانونه د مظلوم ولس په درد دردمن بولي، باید چې د دې ولس غوښتنه لومړی سمه درک او بیا یې بدرګه کړي.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز