نظر او تحلیل

لوبه مه سیاسي کوئ !

لیکوال: نثار احمد صمد واصفي

درنو دوستانو ، پرون چی د افغان کرکیټ ټیم او پاکستاني ټیم تر منځ لوبه وسوه او پاکستاني ټیم وګټله ، ځینو افغانانو عجیب نامناسب پوسټونه او عجیب ناوړه الفاظ ولیکل چی د افغاني کلتور ، شان او ځانګړتیا سره نه ښایی . لوبه تل ګټل او بایلل لری خو موږ باید حتی الوسع هغه سیاسي نکړو . زموږ ټیم نوی ( یعنی پنځه کلن ) دی خو د هغوی ټیم پخوانی ( یعنی پنځوس کلن ) دی . لاکن برعکس زموږ ټیم د پنځوس کلن ټیم غوندي خو د هغوی ټیم د یو پنځه کلن ټیم غوندي ولوبېد . نو ځکه زموږ ټیم فوق العاده وځلېد یعنی د بېټینګ او بالینګ له مخي بالکل کامیاب سو ، خیر دی چی فیلډنګ یې لږ کمزوره و .

راسیً پخپله د شعیب ملِک خبري واورو چی د لوبي اصلی اتل ( مېن آف دِ مېچ ) اعلان سو . هغه د افغان ټیم په هکله داسی اعتراف وکړ : « دوی ښه بالران لري ؛ په کومه طریقه چی دوی لوبه وکړه زه مبارکي ورکوم ؛ دوی د هرې ورځي په تیریدو سره بهتر کیږی ؛ دوی یو ستر طرف ( لورئ ) دی . »

نو درنو دوستانو ، زموږ ټیم فوق العاده ښه لوبه وکړه . د خوارۍ او مبارزې قدر یې باید وکړو . که یې نن په ظاهره بایله ، زه دا پیش بیني کوم چی په آینده کی به یې حتمأ ځنی ګټی . صبر او حوصله پکار ده نه بې مسؤلیته احساسات او جذبات یا ښکنځل . نو لطفأ کریکیټ مه سیاسی کوئ بلکی « حتمي ګټلو » ته منتظر اوسیً ، والسلام .

سرچینه: محصلین