افغانستان

افغانستان او عراق کې ۲نیم ملیونه امریکایي پوځیان جنګیدلي او یو ملیون اعصابي مریضان شوي دي

(عزم ویب پاڼه):
واحد فقیري
ورځني سیاسي نوټونه (۲۱۴)
ښاغلی جیف سټاین د امریکا په مشهوري مجلې، نیوز ویک، کي د سپټمبر پر ۲۱ لیکي جمهورریس ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه خپلي پخوانۍ خبري تکراروي:
«د افغان جنګ یوه بشپړه فاجعه ده.»
ټرمپ له خپلو ملګرو څخه بار بار دا پوښتنه کړې ده،«موږ هلته څه کوو؟ افغانستان به هیڅکله یوه دیموکراسي نه سي. موږ باید کاملا راووځو.»
لیکوال لیکي د عراق او افغانستان په جنګونو کي لږ تر لږه  ۹۷۰۰۰۰ (نهه لک او اویا زره) امریکا عسکر ټپي او یا رواني مریضان سوي دي، او قریب دوه نیم میلونه امریکايي عسکر هلته جنګېدلي دي.
لیکوال کاږي یو وخت امریکا غوښتل چي په افغانستان کي دیموکراسي ټینګه کړي، خو اوس صرف دونه غواړي چي طالبان پدې راضي کړي چي د غني له لړزانه حکومته سره قدرت تقسیم کړي. اوس همدا خبره هم په شک کي ده، ځکه طالبانو د جنګ په ډګر کي زیات موفقه دي، او غني تر پخوا ډیر منفوره سوی دئ. اوس، د امریکا خارجه وزارت غواړي چي د طالبانو سره یوه داسي مصالحه وکړي چي امریکا ته یوه د اوړو پزه جوړه سي.
دمګړی په واشنګټن کي اوازه ده چي ټرمپ غواړي په امریکا کي‌ د نومبر د میاشتي تر انتخاباتو راوروسته له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو نېټه اعلام کړي، او دا کار به د ۲۰۲۰ په سر کي شروع سي. خو ویل کېږي چي د دفاع وزارت به مقاومت وکړي. نیوزیک لیکي سپیني ماڼۍ پدې باره کي زموږ سوالونو ته جواب رانه کړ.
ښاغلي سټاین لیکي د افغانستان د امنیتي وضعي په باب د امریکايي استخباراتو کلنی رپوټ ډیر منفي دئ،‌ ځکه رپوټ وايي‌ چي طالبان غښتلي کېږي، او د غني حکومت په افغانانو کي سخت رټلی او نامحبوب دئ. یو امریکايي چارواکي وايي،«دا رپوټ بېخي منفي دئ. ځکه رپوټ وايي چي که چیري همدا بن بست ادامه پیدا کړي، طالبان برنده دي.» هغه وايي دا رپوټ به د ټرمپ لاس نور هم غښتلي کړي، او د وتلو لپاره به لا مصمم سي.
د افغانستان د چارو ماهر پرفوسور جانسن وايي،«له افغانستانه به د امریکايي فوجیانو راوتل ښکلی نه وي. غني خپله ویلي دي چي حکومت به ئې په شپږو میاشتو کي سقوط وکړي. زه ګومان کوم چي غني سخته مبالغه کړې ده. زما باور دا دئ چي غني به په شپږو ورځو کي سقوط وکړي. د افغان امنیتي قواووي به متلاشي سي. او طالبان به ښايي پرته له جنګه کابل ونیسي، لکه په ۱۹۹۶ کي چي ئې کابل فتح کړ.»
د رېنډ کارپورېشن ماهر ښاغلی کېمپبیل وايي،« په عمومي توګه ښايي د ټرمپ د جنوبي اسیا ستراتیژي ناکامه سي، مګر دا ناکامي به د طالبانو د تهاجم په خاطر نه وي. ځکه هغوی د ویتنامیانو غوندي وسلې، هاوانونه،‌ او هوايي قوت نه لري. د افغان حکومت به هله سقوط وکړي چي امنیتي قواووي کاملا پر حکومت باندي اعتماد له لاسه ورکړي، او نور په وطن کي امریکایان نه وي چي هغوی ته هر آن نجات ورکړي.»
پروفسور جانسن علاوه کوي،«د چریکي جنګونو ماهران پر دې خبره باندي همنظره دي چي نظامي بن بست تل د چریکیانو په ګټه وي، په تېره بیا چي یو خارجي قوت پکښې ښکېل وي. تاریخ دا شهادت ورکوي چي د یوه خارجي طاقت خلګ د یوه خونړي بن بست ملاتړ د ډیر وخت لپاره نه کوي. طالبان پدې ښه پوهېږي. ځکه هغوی تل دا وايي چي امریکایان ساعتونه لري، خو د هغوی سره وخت او زمان مل او ملګری دئ.»
#DPolPost

Tags