افغانستان

امریکا د افغانستان شخړې ختمولو لپاره استاځی وټاکه

(عزم ویب پاڼه):
عزم: شنبه/۱۳۹۷/۷/۲- امریکا په تازه ګام کې زلمي خلیلزاد ته دنده ورکړې جې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ ترټولو لوس سرخوږی له منځه یوسي او افغانستان کې داسې سوله راولي چې د امریکا امنیت خوندی شي.
په یوه رسمي لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د خلیلزاد پخوانۍ ترسره کړې دندې بیان کړي او ویلي چې د افغانستان سولې لپاره تر خلیلزاد بل وړ کس نشته.
وزیر پومپیو خپلو کاري ملګرو ته په لیک کې ویلي چې د زلمي خلیلزاد دنده به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره زمینه برابرول وي.
د خلیلزاد د ټاکنې اعلان داسې مهال راځي چې امریکایي رسنیو د خپلو سرچینو په استناد ویلي چې یوه میاشت وروسته به ټرمپ له افغانستان څخه د پوځیانو ویستلو مهال ویش وټاکي.

Tags