خبرونه

په ګرده نړۍ کې د شرابو څښاک ۳۰ میلونه انسانان وژلي دي

(ټرایبل نیوز):
په يوه راپور کې ويل شوي چې په افراطي ډول د الکولو يا شرابو څښاک تر ٣ مليونو ډېر کسان مړه کړي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان يا (WHO) د تازه څېړنې پر اساس، دا په ټوله نړۍ کې په هرو ٢٠ کسانو کې د يوه تن مړينه ښيي.
د (الکول او روغتيا) تر عنوان لاندې د روغتيا نړيوال سازمان يا (WHO) نوى راپور وايي، په نړۍ کې تر ٣٠ ميليونو ډېر کسان په افراطي ډول د الکولو د څښلو په نتيجه کې يوازې په ٢٠١٦ میلادي کال کې مړه شوي دي.

په جنيوا کې دېره د ملګرو ملتونو دغه سازمان ويلي، نښې نښانې ښيي چې په تېره لسيزه کې د روسيې، مالدووا او بېلاروس په څېر هېوادونو کې، د الکولو څښل کم شوي دي.
راپور وايي، په نړۍ کې په هغو کسانو کې چې د الکولو کارونې له کبله مړه شوي، درې پر څلورمه برخه يې نارينه دي.
د روغتيا نړيوال سازمان عمومي رئيس ډاکتر تيدروس ادهانوم غيبريسوس وويل:
“ګڼ کسان، د هغوى کورنۍ او ټولنې د تاوتريخوالي، صدماتو، ذهني روغتيايي ستونزو او د سرطان دغه راز مغزي سکتې په څېر ناروغيو سره چې د الکولو له څښلو سره ارتباط لري، مخامخ کېږي.“
ويل شوي چې ٢٨ فيصده مړينې د فزيکي صدمو له کبله وې، لکه ټرافيکي پېښې، ٢١ فيصده يې د هاضمې د ستونزو، ١٩ فيصده يې د زړه د ناروغيو او اختلالاتو او نورې مړينې د ميکروبي ناروغيو، دغه راز سرطانونو، ذهني ګډوډۍ او نورو روغتيايي ستونزو له کبله وې.

د راپور له مخې، په نړۍ کې ٢٣٧ ميليونه نارينه او ٤٦ ميليونه ښځې د الکولو کارونې له کبله له اختلالاتو ځورېږي او دغه ستونزه تر ډېره په اروپا کې په خپرېدو ده.

د راپور په حواله، د الکولو په کارونې پورې اړوند اختلالات تر ډېره په هغو هېوادونو کې معمول شوي چې د خلکو عوايد په کې لوړ دي.
د روغتيا نړيوال سازمان راپور وايي، په نړۍ کې ٢ اعشاريه ٣ ميليارده وګړي دا مهال الکول يا شراب څښي.
راپور وايي، د امريکا، اروپا او د پسفيک يا د ارام سمندر د حوزې په لوېديځ کې مېشت څه باندې نيمايي وګړي الکول کاروي.
خو په روسيه، مالدووا او بېلاروس کې په تېره لسيزه کې د الکولو څښل په زياته پيمان کم شوي چې پخوا تر ټولو زيات الکول په کې کارول کېدل.

Tags