د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني: بایومتریک سیستم څخه استفاده د ټاکنو پروسه کې د رونټیا لپاره مهم ګام دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د امنیتي او دفاعي قواو د کنفرانس په اختتامیه غونډه کې چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه جوړه شوی وه، ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبرې وکړې او د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پر همکارۍ د ټینګار تر څنګ وویل، موږ په ټاکنیزو چارو کې هیڅ فرداو ارګان ته د مداخلې حق نه ورکوو.

هغه د نوماندانو او رای ورکوونکو پر امنیت د ټینګار تر څنګ زیاته کړه: هغه کسان چې قصد لري ټاکنې اخلال کړي، باید پر وړاندې یې جدي اقدامات وشي.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اخترمحمد ابراهیمي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرل محمدشریف یفتلي د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه د امنیتي سکتور دچمتووالي په اړه خبرې وکړې.

هغوی د ټاکنو پروسې د امنیت د تامین په خاطر د یادو ارګانونو پر هراړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ وې ویل،  د نن ورځې په کنفرانس کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په خاطر پر هراړخیزه پلان بحث او خبرې وشوې او ټولو منسوبینو په دې اړه خپلې طرحې او وړاندېزونه وړاندې کړل.

د امنیتي سکتور د ارګانونو منسوبینو د ټاکنو پروسې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خلکو، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ډاډ ورکړ.

 وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت په استازیتوب  جنرال انډریوپوپاس خبرې وکړې وې ویل، د امنیت د تامین او ښو ټاکنو د ترسره کولو په موخه به خپل ټول امکانات د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې ورکړو. هغه دغه راز د ټاکنو د امنیتي پلان د تطبیق په موخه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلې هراړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته د عاشورا مراسمو د امنیت د ټینګښت او په یو شمېر ولایتونو کې د بریالیو تعرضي عملیاتو په خاطر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل.

د هېواد جمهوررئیس د ټاکنو کمېسیون څخه چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې تخنیکي شرایط چمتو کړي، مننه وکړه وې ویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالي اړتیا پوره کولو لپاره حکومت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهوررئیس د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د بایومتریک سیستم څخه استفاده د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره مهم ګام وباله  او زیاته یې کړه: له طالبانو سره زموږ توپیر په دې کې دی چې موږ د خلکو رایو ته مراجعه او پرې تکیه کوو، خو طالبان پر ټوپک تکیه کوي.

د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ د امنیتي او دفاعي منسوبینو په ګډون هیڅوک په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري او د هر ډول مداخلې په صورت کې به قانون پرې پلی کېږي.

جمهوررئیس غني وويل، د قانون لمخې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي او د ټاکنو کمېسیون دفترونه باید پرانیستي وي، د یادو دفترونو د تړلو لپاره هیڅ ډول دلیل د منلو وړ نه دی.

په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر غړو سربېره د قول اردوګانو قومندانانو، د امنیت رئیسانو او د هېواد د یو شمېر ولایتونو د امنیې قومندانانو هم حضور درلود. #

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

څوارلس ایراني عسکر تښتول شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴) د ایراني رسنيو د راپورونو له ...