د ارګ خبرپاڼه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د اجنډا مطابق د عدلیې‏ وزیر د غیر حضوري تعلیماتو د مقررې طرحه چې د قوانینو کمیټې له یو لړ سمونو وروسته  په ۵ څپرکو او ۲۹ مادو کې تائید کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه .

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د غیر حضوري تعلیماتو د مقررې طرحه  په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه  دې د اړوندو ارګانونو په همکارۍ  د دولت له لوري د غیرحضوري تعلیماتو د وړاندې کوونکو بنسټ، د دولت او خصوصي سکتور له لوري د غیر حضوري تعلیماتو د وړاندې کولو، د سویې د تثبیت لپاره د واضح  معیارونو د وضع کولو، نتیجه ګېرۍ او د ازموینې د اخیستلو څخه د څارنې په پام کې نیولو سره سمه او نهایي کړي.

وروسته عدلیې وزیر د فوق لیانس (ماسټرۍ او دوکتورا) لوړو زده کړو مقررې بیاکتل شوې طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، یاده طرحه د کابینې د غونډې د مصوبې د لارښوونو مطابق بیا کتل شوې چې ۵ څپرکي او ۴۱ مادې لري.

کابینې له بحث او غور وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون په همکارۍ دا طرحه د ماسټري ورکوونکو معتبرو بنسټونو د تصدیق نامې، د کانکور ازموینې له لارې د محصلینو د جذب او د ازموینې په اساس له دې تحصیلي درجې څخه د فارغېدو، د لوړو زده کړو د تحصیلي موسسو په اړه چې په خپلو موسسو کې د ماسټرۍ برنامي غوښتونکي دي د بشري سرچینو عالي شورا په غونډه بحث او تصمیم ګېرۍ، په هېواد کې د کار د بازار په اساس د ماسټرۍ د رشتو اړتیا ته په پام کې نیولو سره تصحیح او نهايي کړي.

 وروسته د عدلېې وزیر او د بهرنیو چارو وزارت معین د سیاسي او قونسلي نمایندګیو د مالي، حسابي او اداري چارو د تنظیم د طرزالعمل طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

کابینې طرحه په پرنسیپ کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ له طرزالعمل څخه په مقرره بدله او نهايي کړي.

په همدې ترتیب د مالیې وزارت سرپرست هېواد ته د بېرته راستنېدونکو افغان مهاجرینو د نقلیه وسایطو د ثبت لپاره موقت میکانیزم غونډې ته مطرح او زیاته یې کړه دا میکانیزم له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د نقلیه وسایطو د ثبت او مرحلو بشپړولو لپاره طرحه شوی چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین په مشرۍ د ترانسپورټ او فوایدعامې وزارتونو او ترافیکو ادارې استازو په غونډه کې تائید شوی ده.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د مالیې وزارت وړاندیزونه په پرنسیب کې تائید او دا وزارت یې موظف کړ چې یواځې د مهاجرینو د باربري وسایطو لپاره دې لسو کلونو څخه د کم موډل، د هېواد د ترافیکو د جریان مطابق د اشټرنګ د موقعیت، د ګمرکي محصول او ترافیکو فیس د لغوه کولو، د هغوی د مخکېنیو تخلفاتو او جرمونو د ارزونې، د هېواد مالیاتي قواعد په چوکاټ کې د دې وسایطو مالکانو ته د امتیاز د ورکړې په پام کې نیولو سره یاده طرحه تصحیح او نهایي کړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست د غیرمالیاتي عوایدو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې یاده طرحه د عوایدو د زیاتولو پر ظرفیت لرونکو ادارو، ولایتونو او ښاروالیو، د عوایدو پر فزیکي نه راغونډولو او د غونډې پر نورو یادونو د زیات تمرکز په پام کې نیولو سره تصویب کړه.

دغه راز د مالیې وزارت سرپرست د بهرنیو هوايي شرکتونو د مالیاتي ستونزو د حل پیشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.

وروسته د مالیې سرپرست وزیر د نفتي موادو او مایع ګازو بیه او ګمرکي تعرفې غونډې ته وړاندې کړې چې کابینې تائید کړې.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت لومړي معین د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او توقیف خونو لوی ریاست د بودجوي او تشکیلاتي ستونزو د حل طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

کابینې د کورنیو چارو وزارت وړاندېزونه په پرنسیب کې تائید کړل او دا وزارت یې موظف کړ چې د مالیې وزارت په همغږۍ دې د راتلونکي کال د اړتیا وړ بودجه په پام کې ونیول شي، د اړتیا وړ تشکیل دې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ د کدرونو د شفاف استخدام او اړتیاو په پام کې نیولو او د عفوې په اړه دې د اړوندو مراجعو په همکارۍ مشخص وړاندیزونه ترتیب او په زندانونو کې دې د ښځینه بندیانو د کوچنیانو د شتون په اړه د حقوقي مسلکي ارګانونو نظر واخیستل شي او دغه راز دې  د محابسو د وضعیت د ښه والي لپاره پنځه کلن پلان ترتیب او د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.

دغه راز مالیې وزارت موظف شو چې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ دې د محابسو د پولیسو پر امتیازاتو تجدید نظر وکړي او د راتلونکي کال په بودجه کې دې مشخص مبلغ ورته په پام کې ونیسي.

دېته ورته د فوایدعامې وزیر او د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د هلمند د ناوې ولسوالۍ د خلکو د (۱۰۴) جریبه او ۹ بسوې او ۱۶ بسواسې ځمکې د موازي استملاک موضوع چې پرې د ناوې نوی سړک جوړ شوې، غونډې ته وړاندې او کابینې تصویب کړه.

وروسته د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس د دایکنډي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د مترولوژي سټیشن د دستګاه د جوړولو په خاطر د (۱) جریب دولتي ځمکې موازي انتقال، د بامیانو ولایت په مرکز کې د ښځېنه بڼ او سرپټې بازار د جوړولو په موخه د ۲۸ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو لېسې او لیلیې د ودانۍ د جوړولو په موخه د ۸ جریبه او ۸ بسوې دولتي ځمکې موازي انتقال، د هرات ولایت په ګازرګاه سیمه کې د کوچیانو لېسې او لیلیې د ودانۍ د جوړولو په موخه د ۱۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو په موخه د ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د کنړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د کنړ د ښارجوړولو ریاست د ودانۍ د جوړولو په موخه د یو جریب او ۸ بسوو او ۶ بسواسو دولتي ځمکې موازي انتقال، د بامیانو ښار لوېدیځ د اوچکا دښته کې د ۲۲۰ کیلو ولټه سب سټیشن د جوړولو په موخه د (۶۴،۵) جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال، د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ د ودانۍ د جوړولو په موخه د ۳۰۰۰متره مربع دولتي ځمکې موازي انتقال او د سمنګانو ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت د اداري تعمیر د جوړولو په موخه۲ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال غونډې ته مطرح کړ چې کابینې تائید کړ.

په همدې ترتیب د ځمکو ادارې رئیس د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ په زرشخ سیمه کې د برجسته رجالو د منسوبینو د ښارګوټي د جوړولو په موخه د (۸۹۲) جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال غونډې ته مطرح کړ چې کابینې له بحث وروسته یاده اداره موظفه کړه چې د ښارجوړولو وزارت په همکارۍ دې د پغمان سیمه د راتلونکو پلانونو په پام کې نیولو سره د استفادې وړ سیمې څرنګوالی وارزوي او د کابینې راتلونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د بین المللي معاهداتو لس مورده مطرح کړل چې کابینې تائید او بهرنیو چارو وزارت موظف شو چې د بشري قواو په برخه کې  د متحده عربي اماراتو د حکومت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ترمنځ تفاهم یاداشت دې د هغې د انګلیسي او عربي نسخو ترڅنګ د افغانستان په یوه ملي ژبه درج کړي، دغه راز دې د بین المللي عدالت د محکمې اساسنامې اجرائیوي مراتبو د تعمق په خاطر، یاده اساسنامه د کابینې د قوانینو په کمېټه کې تر بحث وروسته نهایي شي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

د امريکا د بهرنیو چارو وزير د خاشقجي د مسلې په تړاو سعودي ته تللی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴) د امريکا د بهرنيو چارو وزير ...