اونیزه تبصره: ملکي وګړو ته د چاپو پر مهال مرګ ژوبه نور د زغم وړ نه ده

د امریکايي یرغل له پیل څخه تراوسه پورې افغانان د جګړې قرباني دي، افغان ځواکونه او وسله وال طالبان چې دواړه افغانان دي، د امریکا له لوري په افغانانو تپل شوې جګړه کې ښکیل دي، امریکا د خپلو ګټو لپاره د افغان ځواکونو پر مټ جګړه روانه کړې ده، چې په مقابل کې یې وسله وال طالبان را جګ شوي دي، ځکه خو دواړو لوریو کې افغانان قرباني کیږي.

سربیره پردې ملکي وګړو ته هم د امریکا پیل شوې جګړه د سر په بیه تمامه شوې ده، چې هره ورځ په لسګونو بې ګناه مظلوم هیوادوال د شپنیزو عملیاتو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یو شمې ګر نور بیا د زندان تورو تیارو کې بې سرنوشته پراته وي.

شپنیز عملیات یا چاپې چې د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه پیل شوې، مګر بالعکس د ملکي مرګ ژوبلې باعث شول، چې هغه مهال یې ولسمشر کرزي هم کلک مخالفت وکړ، د امنیتي تړون له لاسلیک څخه یې هم پدې خاطر سرغړونه وکړه چې امریکائي ځواکونه به نور د افغانانو په کورونو چاپې نه وهي، او روانه جګړه به نوره پای ته رسوي.

متأسفانه چې ولسمشر اشرف غني بیا له امریکائي جنرالانو څخه څو ځله غوښتنې وکړې چې شپنیز عملیات او د جګړې په دوران کې درنې وسلې هم استعمال کړي، چې په پایله کې د ملکی مرګ ژوبلې ګراف لوړ شو، ځکه چې افغان ځانګړي ځواکونه د بهرنیانو په ملتیا باندې د هیواد په هر ګوټ کې د طالب په نوم د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهي، چې په ترڅ کې یې په غوڅ اکثریت سره د کورنۍ نارینه غړي هملته ضربه کوي او یا یې هم د زندان تورو تیارو ته اچوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم څه وخت مخکې امریکائي ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو خواخوږي او کورنۍ هم په نښه کړي، چې په سوشل میډیا کې د نوموړي فرمان له سختو غبرګونونو سره مخ شو، په ځانګړي ډول د ګډ حکومت پارلمان وکیلانو او سیاسي شنوونکو په اند پدې کار سره به د امریکا او ګډ حکومت پر وړاندې دملکی وګړو کرکه نوره هم زیاته شي.

دا څو ورځې کیږي چې په مسلسل ډول ننګرهار ولایت کې افغان ځانګړي ځواکونه د بهرنیانو په ملاتړ د ملکي وګړو په کورونو باندې چاپې وهي، د طالب په نوم ملکیان پر مرګ ژوبله سربیره ځوروي او یا یې هم له ځان سره بندیانوي.

دا چې موشت نمونه د خروار ده، نو د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ دوه تازه پيښې به د بیلګې په توګه ذکر کړو، چې دوه شپې مخکې د شیرزادو ولسوالۍ پټلو سیمه کې دملک سیدعمر کلی د افغان ځواکونو او امریکایانو د چاپې شاهد و، چې په ترڅ کې یې ۲۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، تېره شپه یو ځل بیا شیرزادو کې د سرخ آب سیمه باندې چاپه ووهل شوه، چې په ترڅ کې یې د طب پوهنځي د نهم سمستر محصل ډاکټر تاج محمد په شمول لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نو که د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته جدي پاملرنه ونشي، او دا لړۍ همداسې روانه وي، نو لیرې نه ده چې ټول ملت به د ګډ حکومت په مقابل کې را جګ شي او د وسلوالو طالبانو سره به لاس یو کړي، او ډیرې ناوړه پایلې به ولري، نو پکار ده چې ګډ حکومت د طالبانو په نوم نور د ملکي وګړو له ربړولو او وژلو څخه لاس په سر شي.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

د قطر پوهنتون د لیسانس سکالرشیپ

د قطر پوهنتون چې په نړیواله درجه بندۍ کې هم راځي، د ...