ټیکنالوژي

پر فیسبوک د سائبر هیکرانو برید، د پنځوس ملیونه کاروونکو معلومات غلا شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره پاڼه فیسبوک د هیکرانو له سخت برید سره مخ شوې چې له کبله یې د فیسبوک ۵۰ ملیونه کاروونکو ډيټا یا معلومات غلا شوي او تر ۹۰ ملیونو نور زیات په خطر کې دي، دوی.

فیسبوک د سپتمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی و چې دوی په خوندیتوب برخه کې ستونزې موندلي او تر ۵۰ ملیونه اکاونټونه اغیزمن شوي، خو وروسته څرګنده شوه چې هیکران له بلې لارې داخل شوي او معلومات یې غلا کړي دي.

هیکران توانېدلي چې د فیسبوک له ۵۰ ملیونو څخه زیاتو اکاونټونو ته د View as تڼۍ له لارې داخل شي، ددوی پیغامونه، عکسونه او پوسټونه ولولي، ددغې تڼۍ له لارې هیکران کولای شي د کاروونکو اکاونټونو ته د نورو ناملګرو کسانو له لارې وویني داخل شوي دي، تر څو د کاروونکو ډيټا یا معلومات غلا کړي.

د فیسبوک  مشر مارک زوکربرګ ویلي چې دوی ته د هیکرانو برید په اړه معلومات نه و شوی خو وروسته څرګنده شوه چې د هیکرانو له لارې برید شوی او د یو شمېر کاروونکو معلومات یې غلا کړي دي.

اوسمهال فیسبوک په احتیاطي ډول د view as تڼۍ لرې کړل شوی، او د ۹۰ ملیونه کسانو چې اکاونټونه یې هیک شوي، شکمن دي او یا د یادې ستونزې له کبله اغیزمن شوي، فیسبوک ته د ننوتلو پرمهال د پاسورډ غوښتنه کوي.

فیسبوک خپلو کاروونکو ته خبر ورکړی چې کاروونکو ته د فیسبوک پاسورډ بدلولو اړتیا نشته خو تر ۹۰ ملیونه هغه کسان چې اکاونټونه یې اغیزمن شوي په اتومات ډول لاګ ان (Log in) شي او له کاروونکي څخه پاسورډ وغواړي، او بیا به ورته د فیسبوک په پاڼه د یادې ستونزې په اړه خبر ورکړل شي.

دوی زیاتوي چې تر دې دمه معلومه نه ده چې برید د چا لخوا شوی خو دوی ددې په اړه څیړنې کوي تر څو خپل کاروونکي په راتلونکې کې له داسې ستونزو څخه وژغوري.

یاده دې وي چې فیسبوک یوه نړیواله مشهوره ټولنیزه رسنۍ ده او په ملیونونو خلک یې استعمالوي، چې هر څوک په کې خپل د ژوند شخصي او غیر شخصي معلومات شریکوي، چې په تېره نیږدې کې فیسبوک په یو شمېر تورونو تورن شوی چې د یوې څیړنې له مخې يې اوسمهال په استعمال کې په لویه کچه کموالی راغلی دی.

سرچینه: نن ټکی اسیا