ټیکنالوژي

نوکیا خپل نوی مبایل د کمې بیې او په زړه پورې ځانګړتیاو سره وړاندې کړ/ انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تلې، ۱۳۹۷ل): له تیرې اوږدې مودې راهیسې د نوکیا مشهورې کمپنۍ په ځیرک مبایلونو کې یو شمېر پرمختګ کړی، چې تر دې دمه یې یو شمېر ځیرک مبایلونه په زړه پورو ځانګړتیاو سره وړاندې شول او د بې شمېره نړیوالو لخوا وستایل شول.

اوس یو وار بیا د نوکیا کمپنۍ خپل نوی ځیرک مبایل  (NOKIA 7.1) وړاندې کړی چې د تېر ۲۰۱۷م کال نوکیا ۷ نوی ورژن دی، چې د کمې بیې سربېره په زړه پورې ډیسپلی چې د ایفون په څېر نوچ او کم بیزل، او نورې ځانګړتیاوې هم لري.

د نوکیا دغه ځانګړی مبایل ۵.۸۴ ایچ ډي د ۱۹.۹ ریشو او د ګوریلا مخامخ شیشې څخه برخمنه ډیسپلی لري، د کوالکوم سنیپ ډراګون غوره ۶۳۶ په زړه پورې پراسیسر، د ۳ او ۴ جي بي ریم، د ۳۲ او ۶۴ جي بي حافظه لري چې تر ۴۰۰ جي بي پورې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري.

د سکرین پرمخ لاندې برخه کې د ګوتې کولپ (فنګر پرنټ) ځانګړتیا لري، همدا ډول د کامرې په برخه کې شا خوا ته دوه کامرې د ۱۲ او ۵ میګاپېکسلو د زییس ZEISS باصرې سره ورکړل شوي، د سیلفي کامره یې ۸ میګا پېکسله ده، چې د دواړه خواوو کامرې د HDR عکس اخیستلو وړتیا لري.

دغه مبایل د انډرایډ ون سیستم ملاتړ کوي، چې حفاظتي اپډیټس به یې ۳ کاله او د سافټویئر اپډیټس به یې تر ۲ کالو د کاروونکو پرمخ وړاندې کیږي، د اپډیسټ/اوسمهالول شتون ځیرک مبایل له ستونزو ژغوري او نوي ځانګړتیاوې په کې ځای کوي.

د نوکیا ۷.۱ مبایل ۳۶۰۰ ملي امپیره بیترۍ لرلو سره د د چټک چارجنګ ځانګړتیا لري او په ۳۰ دقیقو کې د ۵۰ سلنه او په یو ساعت کې د بشپړ چارجولو وړتیا لري، دغه ځانګړی مبایل به د روانې اکتوبر میاشتې په پای کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي چې بیه به یې (۳۴۹) امریکایي ډالره وي.

سرچینه: نن ټکی اسیا