ټیکنالوژي

انګلستان: خواله رسنیو د پارلمان غړی له دماغي سکتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): د انګلستان د پارلمان غړی نورمان لامپ وايي، خواله رسنیو تر دماغي سکتې ورساوه.

هغه چې په تېر مارچ کې پر دماغي سکته اخته شو، وايي لامل يې په خواله رسنیو کې پراخ حضور و.

نوموړي له ډيلي ټليګراف سره په خبرو کې ويلي، په خواله رسنیو کې ډېره بوختیا يې د دې علت شوه، چې دماغ يې ودرېږي.

لامپ وايي، د شپې به تر ډېره خواله رسنیو کې مصروف و او ډېری وخت به يې سهار په را پاڅېدو کې هم لومړی ځل پر خواله رسنیو خپاره مواد لیدل.

هغه شبکه چې پر ځوانانو د خواله رسنیو د اغېزو په اړه څېړنې کوي، لامپ يې د مشر په حواله وايي چې دغه رسنۍ د پارلمان په غړو بده اغېزه کړې ده.

دغه شبکه ټينګار کوي چې له ګټو سره سره يې ډېره کارونه زیانونه هم لري.

سرچینه: نن ټکی اسیا