ټیکنالوژي

سایبري امنیت

لیکنه: عدنان نجیبي

سایبري امنیت (Cyber Security) له لویو انټرنیټي ګواښونو او سایبري بریدونو څخه د مالوماتو، کمپیوټري شبکو او پر لیکه سپک‌غالو ساتل دي. سایبري ترهګري (Cyber terrorism)، سایبري جګړې (Cyber warfare) او سایبري جاسوسي (Cyber espionage) د دې سایبري بریدونو ښې بېلګې دي. انټرنېټي ګواښوونکي پټ اهداف لري، سیاسي نظامي او کله کله هم د یو ملت بنسټیزې سرمایې هدف ګرځوي چې دا یې تر ټولو بدې بڼې دي. نو ځکه خو انټرنېټي امنیت د هر هېواد د امنیتي تګلارې یوه مهمه برخه وي. د بېلګې په ډول د امریکا فدارالي حکومت د ۲۰۱۰م کال څخه را په دې خوا هر کال د سایبري امنیت لپاره له ۱۳ ملیارده ډالروڅخه زیاته بودیجه ځانګړي کوي.

سایبري ترهګري:
د ترهګرو ډلو په واسطه د مالوماتي ټکنالوژۍ ناسم کارول دي، تر څو خپلې نظریاتي او سیاسي برنامې پر مخ یوسي. دا د بریدونو له هغې بڼې څخه عبارت دي چې په شبکو (Networks)، د کمپیوټر په سېسټمونو او په مخابراتي زېربناو باندې تر سره کېږي. د بېلګې په ډول کله چې په ۲۰۰۷م کال کې د روسیې د دوهم نړیوال جنګ یادګارونه له منځه یوړل شول، نو په ځواب کې يې د استونیا هېواد د یوه لوی سایبري یا (Distributed Denial of Service DDoS) برید سره مخ شوه، چې تقریبا د هغه هېواد د ټولو وزارتونو او لویو بانکونو شبکې یا نېټورکونه یې له لیکې څخه ووېستل. په دغه ډول انټرنېټي ترهګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

(Distributed Denial of Service DDoS) ستر سایبري برید: دغه برید یو ډول هڅه ده تر څو یو پر لیکه (Online) چوپړ لکه د یو مطلق ترافیکي بندښت په څېر له لیکې یا لاسرسي څخه وباسي. دوي په لویه کچه مهمې منابع، لکه د بانکونو د شبکو څخه نیولې بیا د خبرونو تر برېښنا پاڼو پورې خپل هدف ګرځوي او خلکو ته یوه لویه ننګونه را مخ ته کوي او هغوی په دې یقیني کوي چې خلک مهم مالومات تر لاسه کولی او شریکولی شي.

سایبري جنګونه:
د مالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د یو هېواد وګړي د بل هېواد شبکو (نېټورکونو) او پر کرښه سپک‌غالو ته داخلېږي او هغوی ته تاوان اړوي او دې ډول جنګونو ته انټرنېټي یا سایبري جنګونه وايي. په امریکا کې او همدارنګه په زیاتو نورو هېوادونو کې سایبري جنګونه د ځمکې، سمندر، هوا او فضا پسې پنځم اړخ پېژندل کېږي. دا ډول بریدونه په عمومي ډول د هغه هکرانو په واسطه تر سره کېږي چې د خپلو هېوداونو په واسطه یې ملا تړ کېږي او د کمپیوټري شبکو په برخه کې ښه روزل شوي وي. د دې پر ځای چې يوه هدف شوې شبکه بیخي و تړي، ځېنې وختونه، شبکو ته داخلېږي تر څو ارزښتناکه مواد (Data) ترې تر لاسه کړي، د اړیکو سپکاوی کوي، زېربنایي چوپړتیاوو لکه ټرانسپورټي او صحي خدماتو ته ضرر رسوي او یا هم په سوداګرۍ کې د خلل باعث کېږي.د بېلګې په ډول په ۲۰۰۸م کال کې د جنوبي اوسېتیا په جګړه کې، د ګرجستان په خاوره د روسيې لمړنی برید یو سایبري برید وو، چې په کې د ګرجستان تقریبا ټولۍ دولتي برېښناپاڼې (Websites) شلې (فلج) کړی شوې.

سایبري جاسوسي:
سایبري جاسوسي د مالوماتي ټکنالوژۍ په مټ پرته د خاوند او یا ساتونکي له اجازې څخه د پټو مالوماتو تر لاسه کولو ته وایي. سایبري جاسوسي ډېری وخت د ستراتیژیکو، اقتصادي، سیاسي او نظامي ګټو د تر لاسه کولو لپاره کارېږي. دا کار د درزونو یا کریکنګ تخنیک (Cracking techniques) او مالویر (یو ډول زیانمنوونکي سپک‌غالي) په واسطه تر سره کېږي. په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا د جاسوسۍ ضد ادارې په رسمي ډول یو راپور خپور کړ چې په هغه کې يې د هغه سایبري جاسوسۍ په اړه مالومات ور کړي وو؛ چې غوښتل یې د امریکا ستراتېژیکو اقتصادي ګټو ته تاوان ورسوي.

د چټکو پرمختلونکو او دوامداره سایبري ګواښونو سره په یو هېواد کې د سایبري امنیت او ستراتیژۍ چټک ساتل او پرې کړنې کول د حکومتونو لپاره یو د غټو ننګونو څخه دي. سایبري امنیت د خصوصي شرکتونو لپاره هم یو لوۍ ګواښ ګڼل کېږي، معنوي ملکیتونه ګواښي او خصوصي زېربناوې تر ولکې لاندې راولي. مشورتي ارګانونه لکه د معیاري کولو نړیوال سازمان (ISO) په دې وروستیو کې یو لارښود وړاندې کړی دی چې یوې ډېرې فعاله او تطبیقي کړنلارې ته وده ورکوي؛ چې مسلسلې څارنې او وخت په وخت ارزونونې په کې شاملې دي. دغه لارښوونې د معیاري کولو نړیوال سازمان په ۲۷۰۰۲ یا (ISO 27002) نشراتو کې تفصیلي تشریح شوي دي.