خبرپاڼې خبرونه

جمهور رئیس غني: پروان د افغانستان د جوړولو او د ثبات او نظام د ټینګښت تعهد لري

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماښام په چاریکارو ښار کې د پروان ولایت د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د پروان والي جنرال فضل الدین عیار خبرې وکړې، جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې د کار د پیل په خاطر د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او د اوبو د زېرمې د بندونو، د پروان-کابل دویم لین لويې لارې او چاریکارو د بای پاس سړک د جوړولو، د کبانو د روزنې د فارم، د سړو خونو د ایجاد، د استوګنې د بلاکونو د جوړولو او سرپټې جمنازیوم په اړه یې خپل وړاندیزونه بیان کړل.

هغه زیاته کړه، د پروان خلک د ولسي جرګې د ټاکنو له ملي پروسې ملاتړ کوي، او د دې ولایت ښځې او نارینه په دې پروسه کې  ګډون ته چمتو دي.  

وروسته د پروان ولایتي شورا رئیس غلام بهاوالدین جیلاني خبرې وکړې وې ویل، د پروان خلکو د ثبات د ټينګښت، د سولې د راوستو او نظام څخه تل ملاتړ کړی او بچیان یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې  په ویاړ  دنده ترسره کوي.

هغه زیاته کړه،زموږ خلک د خدمت، پرمختګ، انکشاف او بیارغاونې هیله لري او سوله، د امنیت تامین، پرمختګ او له تاوتریخوالي، نشه‎‎یي توکو او تروریزم څخه پاک سرلوړی افغانستان غواړي.

وروسته د جمهوررئیس سلاکار حاجي الماس زاهد خبرې وکړې وې ویل، د شمالي خلک او شورا د ملي یووالي حکومت ترڅنګ ولاړ دي او د ولسي جرګې له شفافو ټاکنو څخه ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه موږ سوله غواړو، ځکه د هرې جګړې  پای سوله ده.

جمهوررئیس غني د دوی دخبرو له اورېدو وروسته  وویل، د پروان بچیان د افسر، بریدمل، سرتېري او جنرال په توګه په ټول هېواد کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې له افغانستان څخه ساتنه کوي.

جمهور رئیس د ثبات او نظام د تحکیم په خاطر د پروان خلکو او شمالي شورا څخه د مننې پرمهال وویل، د پروان د خلکو د عادلانه قضاوت او ښو نظریاتو د شریکولو، مننه کوم.

جمهور رئیس څرګنده کړه، پروان د افغانستان د جوړولو اراده لري، د نظام او ثبات پیاوړتیا ته ژمن دي او په ټول شموله نظام کې خپل راتلونکی ويني.

جمهور رئیس غني وویل، د پروان پیغام د وصل پیغام دی نه د فصل، له تفرقې په تنګ دي اتفاق او اتحاد غواړي.

جمهور رئیس د پروان د خلکو وړاندیزونو په اړه وویل، دا وړاندیزونه بررسي او طبقه بندي کېږي او په دوه میاشتو کې به خپلې ژمنې اعلان کړي.

هغه وویل، د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد پروان پوهنتون کې د یوې لیلیې د جوړولو کار پیلوي. هغه زیاته کړه، پروان کې د ترافیکو وضعیت بشپړ مدیریت غواړي او په دې اړه د کورنیو چارو وزارت واضح طرحه غواړم.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ټاکنې اساسي وبللې او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامدار ولسي ملاتړ غوښتنه وکړه.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ