خبرپاڼې خبرونه

جمهور رئیس غني د پروان د علماو شورا غړو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پروان ولایت ته په سفر کې نن ماښام د پروان د علماو شورا غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په چاریکار ښار کې ترسره شوه، د پروان د علماو شورا رئیس محمد جاوید حنفي او د پروان عیدګاه جومات خطیب مولوي عبدالعزیز د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې  د عیدګاه جومات جوړولو، د امام ابوحنیفه علمي مرکز د ایجاد، د پروان د جوماتونو د امامانو د تشکیل د زیاتوالي، د پروان د علماو شورا ریاست او د دارالعلوم د ودانیو د جوړولو او اسلامي هېوادونو ته د علمي او فرهنګي سفرونو د برابرولو او علماو ته د بورسونو د ورکړې په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، تاسو دیني علما د خلکو او حکومت همکار او د شریعت په لاره روان یاست او عدالت غواړئ.

د هېواد جمهور رئیس په پروان کې د جامع جومات د جوړولو په هکله د هغوی وړاندیز ته په اشارې وویل، حکومت جامع جومات جوړوي او یو منزل یې باید ښځینه لمونځ کوونکو ته ځانګړی شي. هغه زیاته کړه، ۲۰ جوماتونه په هغو ولایتونو کې جوړېږي چې جامع جومات نه لري.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، د امام ابوحنیفه علمي مرکز هم جوړېږي او د امام اعظم (رح) شخصیت دوه ورځنی کنفرانس په پروان او ارګ کې جوړېږي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ