افغانستان نظر او تحلیل

د شکایتونو کمیسیون لس کسان د نوماندانو له لېست حذف کړي دي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د لسو کسانو نومونه له وروستي لېست ایستلي دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حقیقت موندنې ډلې د پرېکړې له مخې لس کسان له وروستي لېست لرې کړل شوي او په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلی. دغه کسان له بېلو ولایتونو ولسي جرګې ته نوماندان وو. د ټاکنیزو شکایتونو په حواله په دغه لېست کې، قومندان صابر قلیچ، الحاج محمد هاشم حسین خیل، محمد عمر مخدوم، مولوي عبدالقهار حقاني، فضل عظیم زلمی مجددي، حاجي محمد ولي زی، عبدالسمیع صمیم، حاجي جهانزیب مهمند، محمد رسول خان عزیز او جنرال محمد ببرک صابر شامل دي. د شکایتونو کمیسیون ددغو کسانو د لرې کولو او یا حذف دلایل نه دي روښانه کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه