افغانستان نظر او تحلیل

د افغان او پاکستاني ځواکونو تر جګړې وروسته د چمن – سپين بولدک لاره لا هم تړلې ده

 

پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم د غځولو په غبرګون کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر جګړې وروسته د دويمي ورځي لپاره هم د چمن – سپین بولدک لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

وړمه ورځ ماسپښين دوې بجې د ښورابک او سپین بولدک ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د اغزن سیم د کار د مخنیوي لپاره افغان لوري پر پاکستاني ملېشو برید وکړ.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند رسنيو ته ويلي چې جګړې ۸ ساعته دوام در لود.

دی زیاتوي چې د افغان سرحدي ځواکونو په بریدونو کې ۳ پاکستاني ملېشې وژل شوې او ۵ تنه نور ټپیان دي او د اغزن سیم د غځولو کار درول شوي.

نوموړي زیاته کړې: «جګړه اوس درېدلې. پاکستاني لوري هم په سیمه کې خپل په لوړ شمېر کې کسان ځای پر ځای کړي او زموږ له طرفه هم سیمي ته تازه دمه سرتېري په شپه کې رسېدلي. زموږ خوا ته کوم تلفات نشته خو هغه معلومات چي موږ ترلاسه کړي ۳ پاکستاني ملېشه په پرونۍ جګړه کې وژل شوي او ۵ نور يې ټپیان دي».

سرچينه زياتوي چي پاکستاني لوری په سیمه کې تر صفري نقطې هم په ځینو برخو کې سل متره او په ځینو برخو کې تر دې لږ د افغانستان خاورې ته ننوتلی او اغزن سیم غځوي.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې افغان سرحدي ځواکونه به تر هغو په سیمه کې په لومړۍ درجه چمتووالي کې وي چې د دواړو هېوادونو مرکزي پلاوی د ستونزي حل لاره را وباسي.

په ورته وخت کې د سپین بولدک او چمن دروازه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوستۍ د دروازې په نوم یادېږي پرون د دويمي ورځې لپاره هم تړلې وه.

پر یاده لار هره ورځ له دېرش زره څخه تر څلوېښت زره پورې کسان تګ راتګ لري.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه