نظر او تحلیل

د هېواد شل ولایتونو د خوارکي توکو له کمښت سره مخ دي

له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، د وچکالۍ له امله شل ولایتونه د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي. د دې ادارې مرستیال اسلم سیاس ویلي چې سلګونه زره کورنۍ د جګړو او وچکالۍ له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړشوي چې عاجلو خوراکي موادو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې دغه ادارې پنځه سوه زره همداسې کورنۍ ورسره ثبت کړې دي. سیاس دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو مشر توبي لینزر ویلي، د روان کال د ډسمبر تر میاشتې پورې به د افغانستان نږدې درې میلیون وګړي د خوراکي توکو د کمښت له جدي خطر سره مخ شي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه