افغانستان نظر او تحلیل

د نړیوالې ستراتيژۍ او څېړنې مرکز: امریکا په افغانستان او نورو سیمو کې په ناکامه جګړه کې ښکېل ده

امریکا د افغانستان په ګډون د نړۍ په څو برخو کې په ناکامو جګړو کې ښکېل ده. د نړیوالې ستراتيژۍ او څېړنو مرکز په یوه مقاله کې لیکي، چې امریکا په عراق، یمن، سوریه، افغانستان او نورو برخو کې په ناکامه جګړه کې ښکېله ده. د سرچینې په وینا امریکا په دغه جګړو کې بریاوې نه لري او تر دې دمه په ډېری مواردو کې ناکامه ده. سرچینه کاږي، د معقولو تګلارو نه جوړول، د ملتونو حساستونو ته پام نه کول، په دقیقه توګه د امریکا ګټو ته بې پامي هغه موارد دي چې ددغه مرکز په وینا امریکا یې ناکامه کړې ده. دوی پر امریکا غږ کوي چې د جګړو په اړه خپلې تګلارې بدلې کړي او ټول نړیوال تړونونه او هوکړې عملي کړي. په مطلب کې راځي، د هوکړو له مخې امریکايي عسکر تر هغه له یادو هېوادونو نه شي وتلی، څو چې هلته امنیت نه وي راغلی، خو په دغه ډول چې امریکا روانه ده ددې هدف پوره کول ناشونی کار دی. په دې لیکنه کې امریکا ته سپارښتنه شوې، چې خپلې تګلارې له سره وګوري، د خپلو جګړو اصلي لاملونه، ګټې، زیانونه او راتلونکې روښانه کړي او په دې توګه په پردیو هېوادونو کې بې ګټې او بې هدفه جګړې ودروي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه